دمين زړګي خبره ماليدلي
خوږغزل سوي سندره ماليدلي
دافغان پېغلوټي سرشکاوه ژړل يې
اوښتوکي له خيبره ماليدلي
په کابل کي يې لونګ رېبلي نه وو
تاکي سوال کړي پېښوره ماليدلي
په کېږديوسرې لمبې دټانګ له لاسه
ستاپه غېږکي سلېمان غره ماليدلي
په ملهم دامان بارا سپي په لاردي
دوطن دزړه پرهره ماليدلي
خوشحالۍ دي خنداګاني رارواني
ګران پاميره مروره ماليدلي
ستاغزل دي ښکلاګاني ولجه کړي
اې ( ريانه ) بختوره ماليدلي
دخوشحال اوخپلواک افغانستان په هيله
احمدګل ( ريان )
27.12.2008
- اريوب
د افغانستان په قبايلي ټولنو كې حقوقي تعاملات:افغـانـي دودونـه او عنـعنـــــات جرګه او مركه او د جرګو فيصلې
په ټولنيز ژوند كې د خپل منځي مناسباتو سمبالول او په سوله ايزه فضا كې د ژوند د امكاناتو برابرول د منظمو مركزي حكومتونو و ظيفه ده، هر حكومت وظيفه لري چې تر واكمنۍ لاندې خلكو ته يې د امن، ډاډ او سولې ژوند برابر كړي تر څو هغوى په ډاډه زړه وكړاى شي خپلې...
04.01.2009
- اريوب
د پښتو اوسنى شعر د شلمې پېړۍ له راپيلېدو سره پيل شو، دا وخت پښتو شعر د موضوع اوبڼې دواړو له اړخه بدلون وموند او نوې لارې او لوري يې پيدا كړل.
د پښتو شعر په دې موضوعي او شكلي بدلون كې كورني او بهرني عوامل اغېزمن وو. پښتو شعر له همهغه پيل نه د ژوند شعر ؤ او د پښتو د ژوند بېلابېل اړخونه يې پكې منعكسېدل، په نولسمه پېړۍ كې انګريزانو دوه ځله پر افغانستان تېرى وكړ او د دواړو تېريو په پايله كې يې غاښ ماتوونكې ماته وخوړه چې موضوع په پښتو شعر كې ژور انعكاس...