زړه مې هلـــــــــــــه سندريزه لمبــــــــــــــه واخلي
چې يو ګل پاڅي له بل ګلـــــــــــــه خوله واخلي
د ښایست زور ته دې هغه وخت قــــــــــایل شم
باد چې خوله ډکه کړي ګرد دې له پلـه واخلي
سره اوسپين به پــــــــــه ژړا ورتــــه دالۍ کړي
زمــــــانې به ملنــــــــــــــــــګانو نـــــه وړه واخلي
شاعري مې دمــــــــــــور جانې مرګ خوږه کړه
ګنې څـــــــــــــوک به ډبر وخت نه خواږه واخلي
جـــــــــــــــــلان ډیر پخــــــــــوا قاتل جانان وژلی
په دې بیا قتل به څــــــه خــــــوند له مړه واخلي
سيدجيلاني جلان
31.10.2008
- اريوب
دغه ډنډ د آریوب په سیمه کې د سپین غر د لوړې څوکې (سیدکرم سر) څخه لویدیز خوا ته په درې کلومټرۍ کې د غره په سر شتون لري. د اوبو رنګ شین نیلي ورته دی. ددې ډنډ اوږدوالی تقریباَ ۲۰۰ متر ه او پرخوالی یې ۸۰ مترو ته رسیږي. د لرې څخه د ډنډ طبیي ډول د کب په څیر وي خو کله چې ورنږدې شی . نو د کوزې بڼه غوره کوي. له درو چینو یانې له درو خوا څخه ورته اوبه راځي. همدا اوبه کمه اندازه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ خوا ته په غرو کې پټې رواني وي او زیاتره اوبه یې د اریوب سیمې ته د چینو...
10.11.2008
- اريوب
د خواشنۍ پيغامد ځاځي بابا ادبي ټولنه او د آريوب مجلې اداره د ځوان شاعراوليکوال محمد صابرخان بې ريا دمور د مړينې په درد کې ځان شريک بوليخداى دې نومړۍ ته فردوس جنت ورپه برخي کړياو کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله کوود ځاځي بابا ادبي ټولنه او د اريوب مجلې اداره...