دغه ډنډ د آریوب په سیمه کې د سپین غر د لوړې څوکې (سیدکرم سر)
څخه لویدیز خوا ته په درې کلومټرۍ کې د غره په سر شتون لري. د اوبو رنګ شین نیلي ورته دی. ددې ډنډ اوږدوالی تقریباَ ۲۰۰ متر ه او پرخوالی یې ۸۰ مترو ته رسیږي. د لرې څخه د ډنډ طبیي ډول د کب په څیر وي خو کله چې ورنږدې شی . نو د کوزې بڼه غوره کوي. له درو چینو یانې له درو خوا څخه ورته اوبه راځي. همدا اوبه کمه اندازه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ خوا ته په غرو کې پټې رواني وي او زیاتره اوبه یې د اریوب سیمې ته د چینو په بڼه راځي.
ددې ډنډ ترڅنګ یو زیارت هم شته. او د ډنډ نه لږ څه پاسه د غره په يوې څوکه کې غټې غټې ډبرې چې د چوکیو بڼه لري . ایښودل شویدي. چې په غالب ګما ن اوس مهال به یې یوه ډبره په سلو کسانو هم په لټ وانه وړي.دغه ډنډ ته د اریوب د سیمي خلک د میلو او د ساعت تیرۍ لپاره ځي . او ښځینه طبقه د همدې ډڼد ترڅنګ زیارت ته ډیرې ورځي. بیل بیل نذرونه پکې نیسي . او د خپلو مرادونو ترلاسه کولو په خاطر او په ځانګړي ډول د اولاد د غوښتلو په خاطر په همدې زیارت کې خدای پاک ته سوالونه کوي. او د فلکلوریکو روایتو له مخې چې له دې ډنډ څخه د ټوپک ګولۍ نه پورې وزي. د اریوب د خلکو په وینا چې ددې ډنډ تر څنګ په پخوانیو زمانو کې د خدای ج نیکو کسانو ژوند کاوو. یو بله خبره هغه داچې د اریوب د زیاتره خلکو په وینا چې له یوه شپون څخه همدې ډنډ ته شپیلۍ لویدلې وه. او څو کاله وروسته همدا شپیلۍ د للې دار چې د اریوب یوه غرنۍ برخه ده. په یوې چینې کې راووته. د خلکو په وینا وايي چې یو کلیوال وګړی غره ته د لرګیو د راړلو لپاره ولاړو . کله چې دې سیمې ته راورسيدو نوډير ستړی و . د لرګیو وزوکی یې کیښود . چې دمه جوړه کړي. او د اوبو د څښلو لپاره چینه ته ورغی
ګورې چې په چینه کې یوه شپیلۍ د اوبو په رګ کې د راوتلو په حال کې ده. وګړي شپیلۍ روایسته . او له ځان سره یې کلي ته راوړه. په کلي کې یې د شپیلې په اړه خلکو ته وویل . خلکو بیل بیل نظرونه ورکول . همدا خبره د اریوب ټولې سیمې ته وغزیده. د اریوب په هر برخه کې به پرې رنګا رنګ تبصرې روانې وي . چې په دې وخت کې هغه شپون خبر شو. نو کلي ته ورغی . او د شپیلۍ راوړنکي وګړي ته یې د شپیلۍ ټولې نښې نښانې ورکړې . وګړي چې شپیلۍ ته په ځیر وکتل
نو د شپون ټولې خبرې رښتیا وې. نو د کلي خلکو له شپون نه پوښتنه وکړه . چې دا شپیلۍ له تا څخه په کوم ځای کې ورکه شوه وه. شپون ورته وویل دا شپیلۍ له ما په ځانګړي ډنډ ( حواض خاص ) کې دوه کاله وړاندې لویدلې وه . او دادې اوس د للې دار د غره په یو چینه کې راووته . خلک دې خبره ته حیران وو.
او د خلکو په وینا چې ددې ډنډ اوبه د څو ناروغیو لپاره شفا دي. که څوک په دې ډنډ کې ولامبي. نو د فیس ناروغي ، د مخ دانې د بدن د پوستکي ناروغۍ او همداسې نورې ډیرې ناروغۍ یې ورکیږي. اوکله چې په توده اوړه کې خلک دغه ډنډ ته په میله یا ښځینه طبقه زیارت ته ځي . نو مجبور دي چې هر کس له ځان سره یودانه پیاز واخلي. ځکه چې خلک وايي هلته د رنګا رنګ غرنیو ګلانو بوی سړی بې هوشه کوي. د ګلانو بوی به هم وي . خو په حقیقت کې هلته د اکسیجن کمی دی.
ليکنه : سيدجيلاني جلان