لکه ماشوم غيږ کې کتاب واخلي
داسې مې سترګې هم عذاب واخلي
خيال مې د وخت د استقبال لپاره
سوال کوي غم ستا د ځواب واخلي
کله مې تنده ستا د سر په سترګو
ماته شي ټول ماحول ثواب واخلي
دستا دميني ټولې کړې خوارۍ
يو دم د هجر خړسيلاب واخلي
ستا دانشمل دې اوس ستا غم ځپلى
ستا په وصال به لږ څه تاب واخلي
اسلم بيک دانشمل (ځاځى)
23.10.2008
- اريوب
ګډه مو يوځاى د زړګي وينه له فطرته دهستا سره جانانه زما مينه له فطـــــــرته ده
څله پرې جرګې د پښتنو کينوې ياره اوسما او ستا تر منځ خبره سپينه له فطرته ده
خود به مې د سترګو له چينې نه اوښکې سپينې ځيڅوکه دسپين غر خو تل واورينه له فطرته ده
زه چې ستا د تورو تورو سترګو له جنګ ډډه کړمدغه فيصله ګرانه اړينه له فطــــــــــــــــــــــــــرته ده
ولې به مې ياره او...
31.10.2008
- اريوب
دغه ډنډ د آریوب په سیمه کې د سپین غر د لوړې څوکې (سیدکرم سر) څخه لویدیز خوا ته په درې کلومټرۍ کې د غره په سر شتون لري. د اوبو رنګ شین نیلي ورته دی. ددې ډنډ اوږدوالی تقریباَ ۲۰۰ متر ه او پرخوالی یې ۸۰ مترو ته رسیږي. د لرې څخه د ډنډ طبیي ډول د کب په څیر وي خو کله چې ورنږدې شی . نو د کوزې بڼه غوره کوي. له درو چینو یانې له درو خوا څخه ورته اوبه راځي. همدا اوبه کمه اندازه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ خوا ته په غرو کې پټې رواني وي او زیاتره اوبه یې د اریوب سیمې ته د چینو...