ګډه مو يوځاى د زړګي وينه له فطرته ده
ستا سره جانانه زما مينه له فطـــــــرته ده
څله پرې جرګې د پښتنو کينوې ياره اوس
ما او ستا تر منځ خبره سپينه له فطرته ده
خود به مې د سترګو له چينې نه اوښکې سپينې ځي
څوکه دسپين غر خو تل واورينه له فطرته ده
زه چې ستا د تورو تورو سترګو له جنګ ډډه کړم
دغه فيصله ګرانه اړينه له فطــــــــــــــــــــــــــرته ده
ولې به مې ياره اوس په سرو لمبو کې نه سيزې؟
لارد محبت خو اورورينه له فطــــــــــــــــــــــرته ده
تمه د خوښۍ به ابراهيمــــــــــــــه ترينه نه کوې
تا خو زندګې کړې غمګينــــــــــــه له فطرته ده
ابراهيم حسن زى (ځاځى)
20.10.2008
- اريوب
لاره مې مه نيسه حباب يمه زره مې چويلکه شبنم لکه سيماب يمه زره مې چويپاس د جومات له مينارې يمه تر چينې راغلى کټ مټ د غڼې يو تناب يمه زره مـــــــــې چويلکه هيرو شوى ځواب يا لکه مښلې انځور يا لکه ورک شوى کتــــــاب يمه زره مې چويبس ما له لرې ګوره ګرانې! ګنې ورک به مې کړېڅنګ ته مې مه راځه سراب يمه زره مې چوي که د زړه کاڼى دې راوړوې پيدا به مې کړېګنې په ورکو کې حساب يمه زره مې چويګرانې شفق يم اخر پري به وزم د ستاپه پيڅېراغلې ډير...
23.10.2008
- اريوب
لکه ماشوم غيږ کې کتاب واخليداسې مې سترګې هم عذاب واخلي
خيال مې د وخت د استقبال لپارهسوال کوي غم ستا د ځواب واخلي
کله مې تنده ستا د سر په سترګوماته شي ټول ماحول ثواب واخلي
دستا دميني ټولې کړې خوارۍيو دم د هجر خړسيلاب واخلي
ستا دانشمل دې اوس ستا غم ځپلىستا په وصال به لږ څه تاب واخلي
اسلم بيک دانشمل (ځاځى)...