شعرونه
د نورګل شفق ښکلی غزل
لکه شبنم لکه سيماب يمه زره مې چوي
پاس د جومات له مينارې يمه تر چينې راغلى
کټ مټ د غڼې يو تناب يمه زره مـــــــــې چوي
لکه هيرو شوى ځواب يا لکه مښلې انځور
يا لکه ورک شوى کتــــــاب يمه زره مې چوي
بس ما له لرې ګوره ګرانې! ګنې ورک به مې کړې
څنګ ته مې مه راځه سراب يمه زره مې چوي
که د زړه کاڼى دې راوړوې پيدا به مې کړې
ګنې په ورکو کې حساب يمه زره مې چوي
ګرانې شفق يم اخر پري به وزم د ستاپه پيڅې
راغلې ډير په پيچو تاب يمه زره مې چوي
نور ګل شفق