د ترکيې نامتو شاعر ناظم حکمت وايي چې شعرهغې خوږ غږې مرغۍ ته ورته دى چې بايد واوريدل شي اوله غږ څخه يې خوند واخيستل شي هغه کسان چې غواړې تعريف او تحليل يې کړي نو په اصل کې د مرغۍ له غوښو سره مينه لري نه د مرغۍ له غږ سره . دا خبره مې ددې لپاره وکړه چې خبره د شعر ده او هغه هم د ښه شعر، د نړۍ په فرهنګي نظام کې ادبي څيړنې په تيره بيا د شعر پر ماهيت باندې
فلسفي تاملات اوږده سابقه لري خو د هرې پديدې علمي څيړنه لږ تر لږه دوو عمده او بنسټيزو عناصرو ته اړتيا لري چې يو يې د هغې پديدې په باب فلسفي نظريه او بل يې د څيړنې ميتود دى په پورتنيو عناصرو کې نظريه اصلي او ميتود فرعي توکونه دي يانې تر څو چې نظريه جوته نه شي نو تر هغې ميتود نه شي را مينځ ته کيداى خو بايد وويل شي چې د يوې پديدې د ماهيت په باب يوه نظريه وړاندې کول هم يو ميتود ته اړيتا لري په علم کې هره مقوله د نورو مقولو پر مټ چې هغه هم په خپل وار سره تشريح ته اړيتا لري تعريفيږي ددې خبرې د روښانه کولو لپاره مثال راوړو که ووايو چې شعر هنر دى نو د شعر مقوله د هنر د مقولې پر مټ تشريح کوو نو دلته پوښتنه پيدا کيږي چې هنر څه شى دى ؟که وويل شي چې هنر د انسان په واسطه د ښکلا هستول دي نو سمدستې دا پوښتنه راولاړيږي چې ښکلا څه شى دى ؟ او که ددې پوښتنې په ځواب کې وويل شي چې ښکلا يو احساس دى نو بيا به دې پوښتنې ته هم ځواب وايو چې احساس څه ته وايي؟ نو دلته د اروا پوهنې لوى او مرموز سيند ته ورګډيږو او مجبوريږو چې د احساس او ادراک فيزيولوجيکي يا عقلاني ميکانيزم تشريح کړو نوکله چې د شعر لپاره د دومره ډيرو مقولو تشريح کولو ته مجبوريږو بايد ووايو چې شعر او شعر پيژندنه کوم ساده او آسان علم نه دى دا ټولې خبرې مې ددې لپاره وکړې چې زه همدا اوس د داسې يوه شاعر شعرونه لولم چې ما مجبوروي تر څو په شعر او شعريت فکر وکړم او دده شعرونه د اوسنيو نورو ځوانو شاعرنو سره انډول کړم او جاج ترې واخلم دا شعرونه د بل چا نه د ځوان او خوږ ژبي شاعر جمال خوږمن ځاځي دي چې په همدې کتاب (( زه په خپل احساس تاوان يمه جانانه )) کې د چاپ جامې اغوندي او د شعر د مينه والو تنده ماتوي . دده دشعر په اړه د خبرو کولو څخه وړاندې يوې بلې خبرې ته ورځم هغه ، دا لکه څنګه چې ما ته پوښتنه پيدا شوې ده چې جمال څنګه خوږمن شو او خوږمن څنګه شاعرشو ؟ کيداى شي تاسو ته به هم همدا پوښتنه پيدا شي وي او ما ته اړينه ښکاري چې په دې باب خبرې وشي ، جمال په ١٣٥٤ لمريز کال کې د پکتيا ولايت د اريوب ځاځيو د احمد خيلو ولسوالۍ د حسن خيلو په کلي کې د خداى بخښلي مرحوم سيد خالق په دينداره او فرهنګې کورنۍ کې زوکړه وکړه ،لومړنۍ زده کړې يې د شهيد نعمت الله مراد په ليسه کې پيل کړې او د دولسم ټولګې د فراغت پاڼه يې د کرم ايجنسۍ له غرښت ليسې څخه تر لاسه کړه ، د جمال کورنۍ هم د نورو هيوادوالوپه څير د درو لسيزو د کرغيړنو حالاتو څخه ودرديده او دنورو هيوادو والو په څير د مهاجرت د سختو شپو تيرولو ته اړ شوه په همدې وخت کې جمال له خپل چاپيريال څخه اغيزمن شو په خپل چاپيريال کې يې د خپل ولس دردونه وليدل او دا چې د شاعرانه روح خاوند وو نو د خپل ولس او خپل چاپيريال دردونه يې خپل دردونه وګڼل او پرې ودرديد نو همدا وو چې دې دردونو نوموړى له جماله په خوږمن بدل کړ خو د شاعر کيدو په اړه به يې ووايو چې هر درديدلې د زړه د درد د سپکولو لپاره يوه نه يوه لار غوره کوي خو د خوږمن د شاعر کيدو لاملونه ډير دي يو خو دا چې خوږمن د يوه درديدلي زړه درلودونکى وو نو دې ته اړ شو چې د خپل زړه د دردونو د سپکولو لپاره د خپل درديلي احساس غږ پورته کړي او له بلې خوا خوږمن د يوې سندريزې او ګلورينې سيمې اريوب ځاځيو اوسيدونکى دى د داسې يوې سيمې او سيدونکې چې په هر نښتر کې يې بلا غزلونه او په هره لمنځه کې يې بلا سندرې ځليږي او د خيال سترګو ته رنګينه رڼا وربخښي ، د همدې سيمې ښکلا د خوږمن په زړه او خيال پنجې خښولې او په تيره بيا په مهاجرت کې د خپلې ښکلې سيمې يادونو يې پر زړه د مينې ورغوى کيښودو او دې ته يې اړ کړ چې د خپل احساس او درديدلي زړه غږ پورته کړي، همدا وو چې دا لاملونه سره يو ځاى شول او د نوموړي په ژوند کې يې انقلاب راوست چې په پايله کې يې جما ل په خوږمن او خوږمن يې پر شاعر بدل کړ . خو لکه څنګه چې د جمال خوږمن له نوم څخه ښکاره ده همدارنګه د نوموړي په شعر کې هم درد او جمال دواړه موجود وو چې په ډيره لنډه موده کې يې شعر په ډيرو زړو نو باندې قابض شو
زور واک به نه يم خو خوږمنه د هنر په زور مې
په ډيرو ډيرو منحــرفــو زړو قبـــضــــــه کړې ده
او د خپل وخت د ځوانو شاعرانو په کتار کې د يوه غوره او خوږ ژبي شاعر په ليکه کې ودريد ، خوږمن ډير شعرونه وليکل ،غزلونه ، نظمونه ، ازاد شعرونه ، څلوريزې او داسې نور چې په ټولو کې يې خپل خيال وځلاوه او له همدې لارې يې د خپل ولس دردونه هم ترسيم کول او د خپل درديدلي زړه درد يې هم سپکاوه . خوږمن په همدې وخت کې ځير شو چې د شعر په محدوده او کوچنۍ دونياګۍ کې يې خيال په خلاصو وزرو نه شي الوتلى نو د نثرپراخې دونيا ته ورګډ شو، په نثر ليکلو يې پيل وکړ او د شعر په ډول په نثر کې هم وځليد او په لويه پيمانه نثرونه لکه لنډې کيسې ،ناول ، ادبي مقالې ټولنيزې ليکنې او داسې نور يې وليکل چې ټولنې په مينه د نوموړي نثر دده د شعر په ډول ومانه . پا ته دې نه وي چې تير کال يې د شعرونو لومړۍ ټولګه (په سوله کې سپرغۍ ) چاپ شوه . په هر صورت خبره د خوږمن د شعر ده ما نه غوښتل چې زه د شعر پر تعريف او تحليل خبرې وکړم خو خوږمن د مينې شاعر دى، خوږمن د حالاتو شاعر دى ، خوږمن د عواطفو شاعر دى، د خوږمن په شعر کې احساس ځليږي او د خپل ولس دردونه ترسيم کوي نو ددې لپاره کله چې سړى د خوږمن شعر لولي نو اړ کيږي چې د شعر پر ماهيت د شعر په اساسي تومنه ( تخيل او تفکر ) د شعر په شکل اود محتوا پر اړيکو ، د شعر پر هدف يانې رسالت او دنده ، د شعر پر وزن يانې ريتم او ايقاع ،د شعر پر لفظي جوړښت او معنوي فنونو د شعر پر قالبونو ، ډولونو، ميتودونو او سبکونو د شعر پر موضاعاتو د شعر پر ژبه د ملي ، عقيدتي او نړيوال شعر پر ځانګړنو د شعر پر نقد او د نقد پر معيارونو ، ظوابطو، ډولونو او دودونو ، له فرد ، ټولنې او طبيعت سره د شعر پر اړيکو او پر نورو گڼو موضوعګانو باندې خبرې وکړي دا ددې لپاره چې خوږمن تل کوښښ کړى چې ښکلى شعر وليکې او د خپل شعر په هينداره کې مين ته د مينې درد ورښکاره کړي ، ملنګ ته د ملنګۍ درد ، پر تصوف باندې مين ته په خپل شعر کې تصوف لري ، مظلوم ته د يوه عادلانه سباوون زيرى ورکوي اوظالم ته په خپل شعر کې د ظلم پايله ښکاره کوي او ورته وايي چې نور نو زمونږ د صبر جام په ډکيدو دى او بغاوت ته اړ کيږو
نــــــور دې لـــــه ســـــتمـــــه ځـــــــان اوبـــــــاســـــــــمه
خـــــولــــــــــې ته مــــــې نــــــاره د انقـــــلاب راځــــي
اوس راځو دې ته چې خوږمن څه ډول شعر ليکې او دا شعرونه څومره خواږه او ميعاري دي ، په شعر کې تخيل يو اساسي ټکى دى دا چې تخيل څه ته وايي ؟ دا هم يوه پوښتنه ده تخيل يا تخييل په بيلابيلو ډولنو تعريف شوى دى که په ساده ژبه ووايو تخيل د هغو ذهني تصويرونه او مفهومونو د جوړولو عمليه ده چې په حقيقت کې موجود نه وي په تخيل کې د مشابهتونو(تشبعاتو ) له لاري د شيانو او پيښو پرتلنه ډير ارزښت لري په شاعرانه تخيل کې د داسې شيانو تر مينځ اړيکې تينګيږي چې عقلاني او منطقي نه ښکاري لکه د شپې پرڅادر ، دعقل لاس ، د ګل اوښکې ، د شفق سور ګريوان او داسې نور ، خو چې خبره بيا راڅخه بلې خوا ته ولاړه نه شي راځو او د خوږمن په شعر کې د تخيل شتون اثبات کوو او د هغه د شعرونوڅخه دوه بيتونه را اخلواو د تخيل څرک پکښې وينو
تر خـــــولګـــــۍ چــې دې درخيــــژم د ټتر په کږليچـــونو
په دې کنګل ماهيــــپر کې ســـاه مې ډوبه ،ډوبه کيږي
يا دا چې
د بيــــــلــــــتون لــــــــه اســــــــرايــــــــــلو بـــــه څـــــــه وايــــم
فــــــلسطيـــــــن يـــــــــــې د زړګــــــــي را نــــه نيـــــــــولـــــى
په پورتنيو بيتونو کې تاسو ولوستل او وليدل چې خوږمن څومره ښايسته تشبعات ترسيم کړې او ځاى کړي وو د خولګې او د ټتر د کږ ليچونو تړاو د ماهيپر او هغه هم د کنګل ماهيپر سره څومره ښکلي کارول شوي وو او همدا رنګه د بيلتون د اسرايلو تړاو د زړګي د فلسطين سره دا هم د پام وړ خبره ده نو له دې ښکاري چې خوږمن د رنګين تخيل درلودونکى شاعر دى . ادب پوهان او شعرپيژندونکي د ډيرو مباحثو څخه ورسته دې پايلې ته رسيدلي دي چې شعر بايد د ورځينيزو پيښو اوټاکلي زمان تابع نه شي ځکه چې د هغه ټاکلي زمان په تيردو سره شعر هم خپل ژوند له لاسه ورکوي ، زه چې د همدې خبرې سره اتفاق هم لرم خو بيا هم وايم چې که شاعر وغواړي او کنه خو بيا هم غير ارادي د خپل چاپيريال او په چاپيريال کې د ستونزو او ناخوالو څخه اغيزمن کيږي خو خبره د هنر او هنري شعر ده بايد ووايم چې د شعر د تلپاتې کيدو لپاره هنر ضرور دى په دې مانا چې هنري شعر تلپاتى شعر دى او زړښت نه لري نو اوس دا په شاعر پورې تړاو لري چې کومه پيښه په کوم ډول په خپل شعر کې ترسيم کوي خو د خوږمن په اړه به زه دومره ووايم چې خوږمن په دې ډګر کې ډير بريالى دى ډيرې دردونکې پيښې او ناخوالې په خپل شعر کې داسې هنري کوي او ترسيم کوي چې د لوستونکي او اوريدونکي ذهن له يوې خوا پيښې ته متوجې کوي او له بلې خوا د خپل هنر په زور همدې ذهنونو ته نور لفظي انځورنه وربخښي ، د خپل چاپيريال ډيرې ورځينيزې پيښې او ناخوالې د رومانيت په چوکاټ او نورو چوکاټونو کې په ډير هنر سره رانغاړي تر څو له يوې خوا يې خپل رسالت تر سره کړى وي او له بل پلوه يې خپل شعر هنري کړى وي د بيلګې لپاره يې دا بيتونه ولولئ
زما نظرونه ستــــا باڼو ســـــره په جنـــــګ کـــې ښکيـــــل دي
کــــه طالبــــــان دي لـــــه ناټـــو ســره په جنګ کې ښکيل دي
زمـــــــــونږه ښــــــارته تـــــــرې بــــاران د رحمـت نه رادرومـــــي
څـــــو شيـــطانان لــه پريښتـــو ســـره په جنـګ کې ښکيل دي
صـــــــــبر ! زه بــــــــل ته د ګيــــــــــــلې کـــــــولو وخت نــــه لــــرم
لا پـــــښتـــــــــانه مې له پښتو ســــــره په جنګ کې ښکيل دي
يا دا چې
له استـــقلال پورته نعمت وايــــه د څــــه شي وي نــــــــور
باچــــــــــا نور بــــــــــس دى په پرديو څوک ديار نه ساتي
اوس الفــــــــــتونو هم جامـــــې د سيـــاست واغوستــلې
له هــــــــــمدې وجــــــــې څوک پـــــه يوبل اعتـبار نه ساتي
يا دا
زه دې پرې وويشـــــــــــــتمه ټـــــــــول بدن مــــې اور واخيستو
چــــــــــــا درته ويل چــــــــــې ګذارونه پــــه ګلاب نـــــــه کيــــږي
خوږمنـــــــــــه څو چې ډانګ پـــــــــيلې پکښـــــې ونه وايــــــــې
په داســـــې سســــت غـــــوندې هـــنر خــو دې ثواب نه کيږي
يا
په يادولــــــــو مې په خـــــــوله کې خــــــوند د وينـــــو راځي
ملــــــــــــګرو ځکــــــــــــه د کابل پــــــــــــه اړه نـــــــــــــــه غږيږم
د نوموړې په شعرونو کې داسې ډيرې نورې بيلګې هم شته چې پکښې هم د هنر پام ساتل شوى او هم د رسالت خو يوه بله موضوع په شعر کې رومانيت دى که څه هم چې په رومانيت مو خبرې هم وکړې خو د رومان په چوکاټ کې کله ،کله شاعر ډيرې خوندورې شوخيانې هم کوي چې همدا شوخۍ په شعر کې لوستونکى د هيجان نړۍ ته بيايې د کيف او خوند په خوږو يې نازوي ، خوږمن هم په خپلو شعرونو کې داسې ديرې شوخۍ انځور کړي دي او دخپلې ځوانۍ ثبوت يې ورکړى دى لکه چې وايي
له خپــــل ســــــــر کشـــــــــــه زلميــــتوب نه مــــــــــې بلا راضي يم
چـــــې مـــــــــې په تا پـــــــــــورې دا ګــــل ځـــــــواني لمبــــه کړې ده
او دې ته ورته نورې ډيرې بيلګې شته خو نه غواړم چې دلته يې تا سو ته را واخلم پريږدو يې چې تاسو ېې په
کتاب کې ولولئ او خوند ترې واخلئ احساس ترې نقل کړئ او خپله عاطفه پرې ونازوئ ، په شعر کې احساس يا عاطفه ضرورى شرط دى ، که شاعر درد ، هيله ، احساس ، انديښنه ، قهر او تاثر ونه لري نو لوستونکي يا اوريدونکي له داسې شعر څخه خوند نه شي اخيستلاى ، نامتوپوه او عالم (ليف تولستوى ) په خپل اثر ( هنر څه دى ؟ ) کې ليکي چې د شعر اصلي دنده دا ده چې مقابل لوري ته احساس ور نقل کړي همدا رنګه د روسې وتلى ادب پوه (ساوستيانوف ) ليکې چې ( په هنر کې قضاوت مفکوره او حقيقت په عاطفي بڼه تبارز کوي ) او ( د هنر دنده يوازې معرفتي نه ده بلکې هنر د انسان پر وړاندې رنګينې پيښې طرحه کوې ، ژوند ته يې خوند وربخښي د ټولنې په اړه يې عاطفوي چلند پياوړى کوى ، که تاسو د خوږمن ځاځي شعرونه په غور سره ولولئ نو زه باور لرم چې همدا کيف به پکښې محسوس کړئ . او ددې لپاره چې ستاسو مخه مې د کتاب د لوستلو لپاره نه وي ډب کړي خپلې خبري پاى ته رسوم خو دومره ويل ضروري کنم چې خوږمن په رښتيا ښه په تول پوره اود تخيل په رنګينيو رنګينه شاعري کړې ده او هيله لرم چې يوه ورځ به د خپل هنر په زور د اريوب نوم د ادب په ډګر کې ښکلى او لوړکړي ددې کتاب ( زه په خپل احساس تاوان يمه جانان ) د چاپيدو مبارکي لومړى ده ته او بيا د پکتيا ټولو فرهنګپالو وګړو او په خاصه توګه داريوب ځاځيو فرهنګيانو ته وايم او د خوږمن قلم همدا ډول پياوړى غواړم نورو ارزښت ناکو ادبي خدمتونو ته يې سترګې پر لار يو
په ډير ادب او پښتنه مينه
انديښمن ځاځى
١٣٨٧ د تلې ٢٥
کابل د آريانا د نړيوالې تلويزيوني شبکې مرکزي دفتر