ناز چې د ژړا په اندازســـــــــازشي د ښــــــــــکلا پرمخ
اور دهيجــــــــــان شي بلــــــــــــــــــولى د تقــــــــــوا پرمخ
ډيره رانږدې نشې چې خــــــــــــداى مه کړه لمبه به شو
مازي باد نه جوړه بړبوکۍ شي د بيـــــــــــــــــديا پرمخ
ګرم نه يم چې ستا په ليدو خپل زړه لاس کې ونيسم
مــــــــاته شي بيړۍ په سخت توفان کې د دريا پر مخ
څه به ستـــــامغرور ښايست تر خپـــــلې ولکې رالم؟
چا نامه ليکلې ده جــــــــــــــــانانه د هـــــــــــــــوا پر مخ؟
کلــــــــــــه مې جلانه ! ښکلي داسې طبيت ګــــډوډ کا
لکه پټکى وران شي په لمانځــــــه کې د مــــلا پر مخ
سیدجیلاني جلان
٩ تله ١٣٨٧
کابل نوا راډيو
12.10.2008
- اريوب
الله څومره خوږه ده ماشومتوب کې پاچاهيمابيامونده د خيال په ليونتوب کې پاچاهي
يو تخت و د بخــــــــــلمو ته پاچاوې زه وزيرڅه لويه فلســـــفه لري په خوب کې پاچاهي
باڼه يې زما زړه ته چې راورسيدل مات شولپښتون خو تيره کړې تل په خوب کې پاچاهي
د خوار غريب پوښـــــتنه له ظالم سرغوڅولپه کار ده چې شي داسې په اسلوب کې پاچاهي...
18.10.2008
- اريوب
د ترکيې نامتو شاعر ناظم حکمت وايي چې شعرهغې خوږ غږې مرغۍ ته ورته دى چې بايد واوريدل شي اوله غږ څخه يې خوند واخيستل شي هغه کسان چې غواړې تعريف او تحليل يې کړي نو په اصل کې د مرغۍ له غوښو سره مينه لري نه د مرغۍ له غږ سره . دا خبره مې ددې لپاره وکړه چې خبره د شعر ده او هغه هم د ښه شعر، د نړۍ په فرهنګي نظام کې ادبي څيړنې په تيره بيا د شعر پر ماهيت باندې فلسفي تاملات اوږده سابقه لري خو د هرې پديدې علمي څيړنه لږ تر لږه دوو عمده او بنسټيزو عناصرو ته اړتيا لري...