الله څومره خوږه ده ماشومتوب کې پاچاهي
مابيامونده د خيال په ليونتوب کې پاچاهي
يو تخت و د بخــــــــــلمو ته پاچاوې زه وزير
څه لويه فلســـــفه لري په خوب کې پاچاهي
باڼه يې زما زړه ته چې راورسيدل مات شول
پښتون خو تيره کړې تل په خوب کې پاچاهي
د خوار غريب پوښـــــتنه له ظالم سرغوڅول
په کار ده چې شي داسې په اسلوب کې پاچاهي
دخوست هره ټوټه ده ګلورينه شـــــــــــــــــهزاده
راځه چې داځل وکړوپه آريوب کې پاچاهي
کمال شهزاده خوست
12.10.2008
- اريوب
دا چې صــــــنم ته زړه کې ځاى ورکومنو خود به غم ته زړه کې ځاى ورکوم
ستا سپينې اوښکې شمارم داسې اشنالکه شبنم ته زړه کــــــــــــې ځاى ورکوم
زما د زړه په لاره ګرځــــــــــــــــــــــه ياره ستا هرقدم ته زړه کې ځاى ورکــــوم
هغه ګل څانګه چې اوسيږي پکېزه هغه چم ته زړه کې ځاى ورکوم
کله مې وژني کله ژوند راکـــــــــويدرد او ملهم ته زړه کې ځاى ورکوم...
18.10.2008
- اريوب
ناز چې د ژړا په اندازســـــــــازشي د ښــــــــــکلا پرمخاور دهيجــــــــــان شي بلــــــــــــــــــولى د تقــــــــــوا پرمخ
ډيره رانږدې نشې چې خــــــــــــداى مه کړه لمبه به شومازي باد نه جوړه بړبوکۍ شي د بيـــــــــــــــــديا پرمخ
ګرم نه يم چې ستا په ليدو خپل زړه لاس کې ونيسممــــــــاته شي بيړۍ په سخت توفان کې د دريا پر مخ
څه به ستـــــامغرور ښايست تر خپـــــلې ولکې رالم؟...