دا چې صــــــنم ته زړه کې ځاى ورکوم
نو خود به غم ته زړه کې ځاى ورکوم

ستا سپينې اوښکې شمارم داسې اشنا
لکه شبنم ته زړه کــــــــــــې ځاى ورکوم

زما د زړه په لاره ګرځــــــــــــــــــــــه ياره
ستا هرقدم ته زړه کې ځاى ورکــــوم

هغه ګل څانګه چې اوسيږي پکې
زه هغه چم ته زړه کې ځاى ورکوم

کله مې وژني کله ژوند راکـــــــــوي
درد او ملهم ته زړه کې ځاى ورکوم

دانشـــــــــمل يار له نغموکم نه ګڼم
خوږ ترنم ته زړه کې ځاى ورکوم

اسلم بيګ دانشمل ځاځى