يوخوا ساړه بل خوا ساړه منځګړو اور اخيستى
د غم لمبي دي بيا په غم ککړو اور اخيـــــــــستى
داچې لمر هم په شنو لوخړوهم اسمان کې پټ شو
دا دخوارنو اوسيدو جونګړو اور اخيســـــــتى
هلته د غره دنګو نښترو نه لمبې وختـــــــــــــــې
دلته د کلي چنارونو لوړو اور اخيستــــــــــــــــى
اوس له سرو شونډو د خندا په ځاى اورونه شيندي
ګلابو اور غاټولو اور ګوګړو اور اخيســـــــــــــتى
دا سرې سکروټې او لمبې نوره څوک هم سوزوي؟
بس که يوازې پښتنو وګړو اور اخيستـــــــــــــــــى
منم ښکاره به ابرهيم نه لمـــــــــــــــبې پورته نه وي
وکړئ باورچې يې بدن غړو اور اخيســــــــــــــــــتى
ابرهيم حسن زى (ځاځى)
27.09.2008
- اريوب
شعر د قدرت یوه رنګینه ډالۍ ده چې انسان باندې پیرزو کیږي. خو دا ډالۍ هم بیلابیل ډولونه لري چاته په یوډول او چاته په بل ډول ورکول کیږي . خو له دې ډولونو څخه یوډول رنګین شعر یا رنګینه شاعري ده . چې مونږ دلته د یوې رنګینې شاعرۍ شاعر ته تم کیږو . او داځوان او نوښت ګر شاعر سیدجیلاني جلان دی چې اوس مهال یې دګلپاڼو اتڼ په نوم شعري ټولګه له چاپه راوته ده .جلان یو ساده باده او یاغي فطرته ځوان دیلکه څنګه چې دی یاغي فطرت لري هم داسې یې شعر هم ددنګو غرونو د ابشارو غوندې شور کوي . جلان د پ...
12.10.2008
- اريوب
دا چې صــــــنم ته زړه کې ځاى ورکومنو خود به غم ته زړه کې ځاى ورکوم
ستا سپينې اوښکې شمارم داسې اشنالکه شبنم ته زړه کــــــــــــې ځاى ورکوم
زما د زړه په لاره ګرځــــــــــــــــــــــه ياره ستا هرقدم ته زړه کې ځاى ورکــــوم
هغه ګل څانګه چې اوسيږي پکېزه هغه چم ته زړه کې ځاى ورکوم
کله مې وژني کله ژوند راکـــــــــويدرد او ملهم ته زړه کې ځاى ورکوم...