شعر د قدرت یوه رنګینه ډالۍ ده چې انسان باندې پیرزو کیږي. خو دا ډالۍ هم بیلابیل ډولونه لري چاته په یوډول او چاته په بل ډول ورکول کیږي . خو له دې ډولونو څخه یوډول رنګین شعر یا رنګینه شاعري ده . چې مونږ دلته د یوې رنګینې شاعرۍ شاعر ته تم کیږو . او داځوان او نوښت ګر شاعر سیدجیلاني جلان دی چې اوس مهال یې دګلپاڼو اتڼ په نوم شعري ټولګه له چاپه راوته ده .جلان یو ساده باده او یاغي فطرته ځوان دی
لکه څنګه چې دی یاغي فطرت لري هم داسې یې شعر هم ددنګو غرونو د ابشارو غوندې شور کوي . جلان د پښتو دادب د اسمان هغه ستوری دی چې یو ځانګړې ځلا لري اود تیارو سینې په هنري رڼا څیرې کوي او که مبالغه نه وي جلان هغه شاعر دی چې پښتو ژبې ته یې هغه د استاد شپون خبره چې داسې نوي ترکیبونه نوي خیالونه په نوی انداز ورکړل چې د پښتو ژبه پرې غني کیږي .
کله چې په لومړي ځل د جلان صیب شعري ټولګه زما لاس ته راغله او ما یې په لوستلو پیل وکړنو دومره خوند یې راکړ چې یو یو شعر مې څو ځله ولوسته خو بیا یې هم په لوستلو نه ستړی کیدم .اود هر شعر په لوستو سره یې زه یوې رنګینې نړې ته بولم .په بله اصطلاح د جلان شعر کې داسې جادو دی چې کله یې سړی لولي نو ځان نشي ترې حلاصوی دا جلان شاعري یوازې پرما دومره اثر نه کوي بلکې چا چې لوستې يا اوريدلې ده هغوی د جلان له هنر سره بې کچې مینه پیدا شوې .
زه به دلته یو خاطره راوړم
ما یو ورځ د جلان صیب د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه یو غزل په کابل د ښځې غږ راډیو ته ووایه . باور وکړی چې یوه اونۍ خلکو دښځې غږ راډیو ته زنګونو وهل دهمغه غزل بیا ځل اوریدل یې غوښتل .
چې هغه دا غزل وو

لمر به له ګریوان نیسم د پښو پوړۍ به غر کړمه
ګورې به چې څنګه لاس په لوړ باندې بر کړمه

هله دې زه ومرم چې ټیکری مې د خوږې پښتو
بس چې دې سرتورو زمانو ته ورپسر کړمه

وخته! د هنر په تماشو کې به مې وستایې
یار چې ګوړه ګوړه کړم او زه ځان مرور کړمه

هله به یې زړه ته زور د میني لاره ومومي
زیړ زیړ اننګي چې یې په شونډو بختور کړمه

وجلانه ! ډیرې جنکۍ به لیونې کړمه
زه چې شړۍ وغوندم اتڼ ته مټې ورکړمه

او بله خبره داده له کومې ورځې نه چې زه د جلان صيب شعرونه لولم زما په شاعرۍ يې ډيره مثبته اغيزه کړيده.ما به چې وړاندې شعر ليکه . نو ساده غوندې شعر به مې وايه خو دجلان صيب شاعرۍ زما ذهن ډير رنګين کړو . زما له ځوانو شاعرانو نه هيله داده چې دوى دې د جلان صيب شعرونه ولولئ او ډير څه به د شعر دنويو تجربو په لاره کې ترې زده کړي .
او ځوان شاعران دې هڅه وکړي چې د جلان صيب غوندې له تکرار الفا‌ظو ډډه وکړي
تر څو يو نوى رنګ او نوى خوند په خپل شعر کې ټولنې ته وړاندې کړي.
اوس به راشو د جلان صيب يو بل بيت ته . که ځير شو په دې بيت کې د پښتني کولتور څومره ښکلي رنګ پروت دى .
دا مو د حيا سمبول دى د مو د سينګار ګاڼه
تاته لوپټه کې ژوند او ماته په شړۍ کې ژوند
او دې بيت کې يې بيا بل ډول ښکلا پرته ده . دجانان دموسکا سيکې په ډيرو څه هم نه ورکوي او د موسکا په همدې ګل مخو سيکو باندې ځان غني ګڼي .
څو سيکې ستا د موسکا لرو په زړو کې
شکر سختي غريبۍ کې هم مالداريو
او په دې بيت کې يې عاجبه تصوير پروت دى
چې سړي حيرانوي
پرون يې تا پسې دنيا چڼ کړه خبر يې کنه؟
سپينچکه ! لمر درنه يو څو جلوې په پور اخلي
يانې لمر که ډيرښکلي او روڼ هم دي خو مجبور دى چې دده له محبوب يو څلو جلوې په پور واخلې چې په دې بيت کې د ادبي ښايستونو يا صنايع له مخې د مبالغې دريم ډول چې غلو صنعت ورته وايي کارول شوي دى .
څومره چې د جلان صيب په شاعرۍ باندې غږيږم هومره نور خوند راکوي . خو خپلې خبرې راټولوم او دومره وايم لکه څنګه چې لوي ذاتج په جلان باندې دنګه ځواني لورولې ده هم داسې يې پرې دنګ خيال هم لورولې . زه يې د لابرياليتوب په هيله يم .


په ادبي مينه
هارون پرهار