ګرم نه دی جانان چې وعده نه ساتي
ګوره اوبه بله ډیوه نه ســــــــــــــــاتي
څه یې ساتې وسپړه د زړه غوټــــــه
ګل هم په وجود کې وږمه نه ساتي
دومره ډیر خالونو دې په مخ باندې
خلک خو په ښا رکې رمه نه ســــاتي
راکړه کنه یاره دا اومه خولګـــــــــۍ
اوړي کې څوک نرمه میوه نه ساتي
ښه شو چې ساده جـــــــلان دې ووژه.
پوی سړی نه چله سیـــــکه نه ساتي
سيدجيلاني جلان
22.09.2008
- اريوب
درد مې کټ مټ د سپینې پاڼې پر مخ کرښې کرښې کاوه . په ترخو ترخو شیبو کې مې داوښکوله قافلو سره تودو سلګیو هم ملاتړ کاوه. ملګینو زمزمو مې په رپیدونکو شوڼدو خولې لګولې . ان تر دې چې د سپنې پاڼې پر مخ د حروفو کړۍ تر بیخه راورسیدې .شپه ښه پخه وه . د سپیني واروې پیڅي د حجرې تر دروازې رارسیدلې وې . په زړه انګیرۍ کې اور ټسه کوله . یوې نیمې سپرغۍ به له انګیرۍ نه...
27.09.2008
- اريوب
شعر د قدرت یوه رنګینه ډالۍ ده چې انسان باندې پیرزو کیږي. خو دا ډالۍ هم بیلابیل ډولونه لري چاته په یوډول او چاته په بل ډول ورکول کیږي . خو له دې ډولونو څخه یوډول رنګین شعر یا رنګینه شاعري ده . چې مونږ دلته د یوې رنګینې شاعرۍ شاعر ته تم کیږو . او داځوان او نوښت ګر شاعر سیدجیلاني جلان دی چې اوس مهال یې دګلپاڼو اتڼ په نوم شعري ټولګه له چاپه راوته ده .جلان یو ساده باده او یاغي فطرته ځوان دیلکه څنګه چې دی یاغي فطرت لري هم داسې یې شعر هم ددنګو غرونو د ابشارو غوندې شور کوي . جلان د پ...