درد مې کټ مټ د سپینې پاڼې پر مخ کرښې کرښې کاوه . په ترخو ترخو شیبو کې مې داوښکوله قافلو سره تودو سلګیو هم ملاتړ کاوه. ملګینو زمزمو مې په رپیدونکو شوڼدو خولې لګولې . ان تر دې چې د سپنې پاڼې پر مخ د حروفو کړۍ تر بیخه راورسیدې .
شپه ښه پخه وه . د سپیني واروې پیڅي د حجرې تر دروازې رارسیدلې وې . په زړه انګیرۍ کې اور ټسه کوله . یوې نیمې سپرغۍ به له انګیرۍ نه دباندې هم سر راښکاره کړ.خیرنې ډیوګۍ تته رڼا کوله . له حروفو ډکه شوې پاڼه مې له انګیرۍ نه لږ څه لرې کیښوده . او د سرله ایښدو سره سم په داسې درانه خوب اوده شوم لکه د اوبو ډنډ ته چې یو تیږه ورواچوی .
خوب مې لیده چې په یوه لویه خړه دښته کې ستړی او ستومانه روان یم . یوه لوړه ونه مې ترسترګو شوه . ما هم ځان ورورسوه . او تر سیوري لاندې یې دمه شوم.
بیا مې په زړه کې راتیره شوه ،ښه سوړ سیوری دی ، راشه یوڅو شیبې خوب وکړه . دونې تر سیوري لاندې مې په سپیرو خاورو سر کیښود . سترګې راباندې درنې شوې ، خو د خوب څادر مې له پر بدن نه و غوړیدلی ، چې بوږنونکې چیغې مې ترغوږو شوې .
سر مې راجګ کړ ګورم چې زما نه لږ څه لرې یوه دنګه او ښکلې نجلۍ ولاړه ده، سپینې جامې یې په سرو وینو تپي تپی ښکاري او له لمنې څخه یې لمبې پورته کیږي زر راپاڅيدم ، په منډه منډه مې ځان ورورسوه او دلمبوپه مړکولو کې مې له خولې ووتل ، څوک یې او اور دې له څه شي واخیست؟
دهغې په شونډو د اوف اوف غږ ګرځيده او په ژړا یې راته وویل
زه د یو چا د زړه له وینو څخه جوړ شوی جانان یم .
وسوم ،
د خدای لپاره اور رانه مړ کړ ه !.
ښه مې یاد دي چې اور مې په بیړه بیړه ترې مړ کړچې د کمیس لمبو یې زما ښی لاس سخت جوغدي کړ او اخ مې له خولې ووت .
راویښ شوم ، ګورم چې له حروفو ډکه شوې پاڼه نری نری لوګی کوي او د غزل درې بیتونه سوزیدلي دي .
سیدجیلاني جلان