کابو پنځه کاله به کیږي ، چې د شعر او شاعرۍ سره مې بې دریغه مینه پیدا شوې. ډیری وخت د سترو لیکوالانو او شاعرانو کتابونه لولم . د دوی په شعرونو او لیکنو کې لاهو کیږم . او د هنریت قدر یې راته پکې څرګند ښکاري. شعر لوستل مې، د زړه او هنري مینې تنده ماتوي. تل په نویو او خوږو شعرونو پسې لالهانده ګرځم. چې همدا هلې ځلې مې درې کاله مخکې ددې سبب شوې ، تر څو زه هم د څو ماتو ګوډو شعرونو په لیکلو سره ، خپله هنري او شعري تنده سړه کړم.
د بیلابیلو لیکوالانو کتابونه مې ولوستل ، چې تر دې دمه یې راته ډیره ګټه ورسوله. خپل شعري احساس او مینه مې لا پیاوړې شوه . چې د نویو ځوانو شاعرانو په لړ کې مې ، یوه ورځ د غزني ښار له یوې سیمیزې راډیو نه ، چې څپې یې زموږ د وردګو ولایت ځینو ولسوالیو ته راځي، د تکړه شاعر او لیکوال ښاغلي سید جیلاني جلان د شعرونو ټولګې د چاپیدو خبر واوریدو. او دا په هغه خپرونه کې خپور شو ، کومه چې پخوا یې ما د جلان صاحب مرکې او شعرونه ترینه اوریدلي و.
د وخت بلاوو راته سترې سترې خولې خلاصې دي
ګنې په غشو د ښامار ویشتنه ګرانه نه ده
که له موږ ویني ځي له دوی هم شیدې نه بهیږي
بس ګوزاره کوو د ځان پوښتنه ګرانه نه ده
ښاغلی جلان مې نه دی لیدلی خود خپلې شاعرۍ او لیکوالۍ استاد یې ګڼم . او کله مې یې چې ، په خپرونو کې غږ اوریدلی . او دده شعرونه مې د ځینو راډیويي خپرونو له لارې اوریدلي. زما په شاعرۍ یې ډیره اغیزه کړې. لا یې د شعر هنري اړخ په پراخه پیمانه راپيژندلی. او هغه څه مې پکې لیدلي ، چې د نویو ځوانو شاعرانو ، په شعرونو کې ډیر کم ښکاري. ډیر ساده او د ځانګړي هنري ارزښت درلودوونکی دی ، انځوریز اړخ پکې له ورایه ښکاري او د پښتنو سپيڅلي دودونه پکې په خورا څرګند او ښکلي ډول انځور شوي دي.
په خپله ژبه د وعدو ژبه تڼاکې نه کړې
جانانه پام چې د پښتو ژبه تڼاکې نه کړې
د تخیل د انځورګر ګوتو بلا دې واخلم
د ملالیو د ټپو ژبه تڼاکې نه کړې
لکه څنګه چې مې د مخه څرګنده کړه ، ښاغلي جلان د پښتنو د ژوند انځور او د پښتو سپيڅلې ژبې پوره بیان په خپل شعر کې په ځانکړي هنري انداز کړی ، نو دا راته ډیر په زړه پورې دی . ځکه : ډیری وخت ، چې کله زما تر مخ زموږ دیو څو شاعرو خورلڼو په مینځ کې ، د شعر او شاعرانو پر سر بحث را ولاړ شي. نو هغه زموږ ستاسو په پښتني اصطلاح ، زه سم له واره په ښاغلي جلان ګز راواچوم . او دده هغه شعرونه چې مې ، له خپرونو یاد کړي ، د ټولو په مخ کې ووایم. او هغوي هم د دغو څو بیتونو په اوریدلو ، د ښاغلي جلان صاحب د شعرونو ستاینه په څرګند ډول وکړي. او بیا مې نو هغه بیتونه تر ډیره په ژبه را څرخي. او د جلان صاحب د هر شعر په هر بیت کې داسې یو ځانګړی معنوي ارزښت او معنا نغښتې ده ، چې په ځوانو شاعرانو کې یې ساری نه لیدل کیږي.
ژوند چې د حیا له پولي واوړي ډک له کرکې شي
سپین مارغه چې تور سکاره خوري تورې یې بڼکې شي
دا چې د پښتنو میرمنې او نجونې ، هر ځای هر کله له زدکړې او مطالعې بې برخې پاتې شوي. نو زموږ هم همدا حال دی ، چې نه د پراخې مطالعې لپاره کوم کتابتون لرو ، نه هم په خپله سیمه کې داسې کتاب پلورنځی لرو ، چې د جلان صاحب ، ګلپاڼو اتڼ په څیر ښکلي کتابونه تر لاسه او خپله هنري تنده پري ماته کړو. خو بیا هم خپل ځان نیکمرغه ګڼم ، چې د جلان صاحب د ګلپاڼو اتڼ کتاب یانې د ښکلا ښار مې ، د غزني په ښار کې ، د یوې سیمیزې راډیو ، پښتو ( د ځوانانو بانډار) خپرونې ، چلوونکي : تکړه شاعر او طنز لیکوونکي ، ښاغلي بختیار صاحب څخه په ډیره ستونزمنه توګه د یو بل چا په لاس تر لاسه او تر خپلې سیمې راورسیدو.
د ګلپاڼو اتڼ مې ، ولوست او په ریښتیا سره هم ، چې مې جلان د ګلپاڼو په اتڼ کې د ده سیمې پکتیا اریوب ځاځیو ، هغه دنګ نښتر ولید ؛ کوم چې په خپله هنري ښکلا یې ، ټوله لره او بره پښتونخوا ښایسته کړې. او د پښتو ژبې زرین ادبي لمر زرینې ادبي وړانګې لا پرې ښایسته او زرېنې شوي دي. د ګلپاڼو اټن ډیر زیات څه لري چې غږیدل پرې اړین بولم . خو خپله لیکنه او خپلې خبرې جلان ته په یوې څلوریزې راغونډوم .
جلان ته ډالۍ
دنګه ځواني دې د زرغون اریوب نښتر راښيي
د شعر هر بیت دې د زخمي زړګي پرهر راښيي
نازیږي تا باندې پښتون به تر ابده ځکه
د پښتني خاکساره ژوند دې تل هنر راښيي
په ټوله پښتني او هنري مینه
ستاسو خور : سلګۍ مینه ( وردګ)