راليږونکی :qwertyuio
د راليږونکي پته :asdfghj@yahoo.com
نيټه : 09-09-2008
دا یو خوا د ټولي خو ټول ښـــــاغلي په اتڼ کې
دا بله ډله وکسه واړه ښــــــــــــــکلي په اتــــــڼ کې
د ډول د درز تال چرته او دوی کومې لورې اوړي
دا چا د غه ښاریان دي اودرولي په اتــــــــــڼ کې
د څڼو شړک ېې داسې ما سکه زړه ېې رانه وویست
منې به دا سر زوری د لر کلي په اتـــــــــــــــــــــــــــڼ کې
یو چا د شنې درې دها شاعرې غـــــــــــاړې وکړې
اوس خدیزده که راتم شي راوتلي په اتــــــــڼ کې
منم چې د چم ژڼو ټولو زده واړه لټونــــــــــــــــــــــــــه
خو ما دي بس یو څوژڼکي منلي په اتــــــــــڼ کې
ما خود نو لونګین ورته په سر د څیراغ کیښو
ما داسې مست په ژوند نه وو لیدلي په اتڼ کې
16.09.2008
- اريوب
مازدیګر شغلې شغلې دی مازدیګرو په شغلو پټه یاره نه دې پیژنمه مازدیګر
نه پوهیږم چې دغه ولسي سندره په ما باندې څومره تاثیر کوی ؟ نه یوازې دا سندره بلکې همداسې نورې په لس ګونو ولسي سندرې مې خوښیږي خو کله چې داسندره د کوم سندرغاړي له خولې اوروم بیا خو په اصطلاح چې بیخې له ځانه پردی وم. ولې دا سندره دومره خوند راکوي...؟ داسې سندرې او سروکی په سلګونو او زرګونو د پښتود ولسي نه لیکلو ادبیاتو په خورجینه...
22.09.2008
- اريوب
کابو پنځه کاله به کیږي ، چې د شعر او شاعرۍ سره مې بې دریغه مینه پیدا شوې. ډیری وخت د سترو لیکوالانو او شاعرانو کتابونه لولم . د دوی په شعرونو او لیکنو کې لاهو کیږم . او د هنریت قدر یې راته پکې څرګند ښکاري. شعر لوستل مې، د زړه او هنري مینې تنده ماتوي. تل په نویو او خوږو شعرونو پسې لالهانده ګرځم. چې همدا هلې ځلې مې درې کاله مخکې ددې سبب شوې ، تر څو زه هم د څو ماتو ګوډو شعرو...