مازدیګر شغلې شغلې دی مازدیګر
و په شغلو پټه یاره نه دې پیژنمه
مازدیګر

نه پوهیږم چې دغه ولسي سندره په ما باندې څومره تاثیر کوی ؟ نه یوازې دا سندره بلکې همداسې نورې په لس ګونو ولسي سندرې مې خوښیږي خو کله چې داسندره د کوم سندرغاړي له خولې اوروم بیا خو په اصطلاح چې بیخې له ځانه پردی وم. ولې دا سندره دومره خوند راکوي...؟
داسې سندرې او سروکی په سلګونو او زرګونو د پښتود ولسي نه لیکلو ادبیاتو په خورجینه کې پرتې دي . متاسفانه چې د وخت په تیرویدو سره یې ورو ورو د هیرونې غبار وهي او اخر د مرګ په خوله کې ولویږي او وژل شي .
او ډیر کم یانې دګوتو په شمیر کسان پیدا شوي چې په ولسي نه لیکلو ادبیاتوپسې ګرځيدلي دي . هغوی هم د ولسي سندرو له سلنۍ برخې څخه یوه یا دوې برخې راوړي او ټولنه ته یې وړاندې کړي . خو چې خبره راونه بلې خوا ولاړه نشي .په دې فکر کوو چې ددې سندرې ترشاه یا (شالید) کې یې څه پراته دي؟ او دا سندره څه وخت ویل کیږي؟
کله چې په پښتني سیمو کې یا په ځانګړي ډول د پکتیا ولایت په ځینو غرنیو سیمو کې
چې د یوه واده مراسم پیل کیږي . د واده له ورځې څخه یوه ورځ وړاندې د سهار مهال د ناوۍ (نجلۍ ) کورنۍ ته د هلک د کورنۍ له خوا غوښې ، ورژې ، غواړي او داسې نور رواجي څیزونه یوړل شي او د نجلۍ کورنۍ له خوا د مازدیګر تر وخته پاخه شي او د کلي ټولي ښځې او نجونه د نجلې (ناوې)کورته ورشي . همدا پاخه شوې ډوډۍ ترې خوري او ددې ډوډۍ د خوړلو وخت معمولاً له مازدیګر تر ماښام دوام کوي او د ماښام او مازدیګر برید کې چې لمر لویږي نو د هلک له کورنۍ څخه ښځۍ او نجونه د نجلۍ کور ته ورځي . اود هلک د کورنۍ د ښځو سره کوندری (کوندری یو ډول له تارونو، مریواو د بخمل له ټوټې جوړ وي شکل یانې بڼه یې د بالښت غوندې وي رنګ یې معمولاً سور وي ) له وچې میوې ډک وي او د هلک مور یا خور او یا هم کومې بلې ښځې یا نجلۍ چې ددوی د کورنۍ غړي وي په سراخیستی وي . او کله چۍ د نجلۍ کورته ورنږدې شي نو دمهال هغه ښځه یا نجلۍ چۍ کوندرې یې په سر ایښی وي
د ښځو د ټولي (ډلۍ ) په سر کې روانه وي
نو داسندره پیل کړي او نورې ښځې یې هم ورسره غبرګه کړي
مازدیګر شغلې شغلې دی مازدیګر
وه په شغلو پټه یاره نه دې پیژنمه
مازدیګر
دا مهال د هلک د کورنۍ ښځۍ د ناوې دکورنۍ ښځو ته یو ډول خوشحالي ښکاره کوي
او دا یې مطلب وي چې د نجلۍ کورني ته وښايي چې مونږ به سبا ته دانجلې ستاسو له کوره خپل کورته وړو. او مونږ به خوشحالي کوو اوپه تاسې باندې به د غم ورځ وي نو په ډيرمست او مغرورنه اندازسره دا سندره د چمبو په داسې ځوږ کې وايي چې محیط هم له مستۍ نه ریږدي .اود نجلۍ د کورنۍ ښځو ته دا سندرې ډیر زور ورکوي . نو دهلک د کورنۍ ښځو ته یو ډول ازار ورکوي مثلاُ اوبو له بامه پرې تویوي. تور سکاره پرې شیندي . او همداسې نورې ډیر .
اوس راځو دې ته چې دا سندره په بل کوم مینه ناک وخت کې ویل کیږي.یا ویل شوې ده.معمولاً په پښتني سیمو کې سهار وختي یا مازدیګر نجونې ګودر ته ځي . نو نومړۍ سندره هم د مازدیګرسره تړاو لري . دا سندره داسي انځورله خپلو لفظونو سره لري . کله چې مازدیګر لمر د غره په سر ولاړ وي او ورو ورو فنا کیږي نو دا مهال یو نجلۍ له کوره ګودره ته په اوبو پسې ځي . او لاره کې خپل مین ددې انتظار کوي . کله چې نجلۍ هغه ځای ته ورسیږي چې مدام خپل مین سره پکې دیدنونه کوي . نو مین یې ورته راپاڅيږي . او دا مهال چې د نجلۍ سترګې د لمر شغلو سره مخامخ شي .او هاغې خوا ورته خپل جانان راروان وي.
او جانان یې غږ پرې وکړي یا پرې دګل ګذار وکړي . خود نجلۍ سترګې د لمر شغلو ته نه غړیږي . په زړه کې خو پوهیږي چې د چا غږ دی یا چا پرې د ګل ګذار وکړو. خو دا له نازه یې دا سندره په شونډو زمزمه کیږي

مازدیګر شغلې شغلې دی مازدیګر
و په شغلو پټه یاره نه دې پیژنمه
مازدیګر
او یا هم دې سندرې ته ورته خبرې کوي .او په خپل مړوند باندې خپلې سترګې پټوي. د خوند ټکی خو دادی چې په شغلو د نجلۍ سترګې پټې وي او وایي جانان ته ،چې ته په شغلو پټ یې او دا مانا هم کیدای شي چې نجلې خپل جانان ته وایي چې ته لمر یې. دا شغلې چې زما سترګې بریښوي ستا دمخ شغلي دي .یانې دومره مینه ورسره لري چې لمر دده نه په ښایست کې کمزوری ګني . او دلته یو بل ډول تصویر هم موجود دی
په کلیو او بانډو کې زیاتره وخت دوه مینان (هلک او نجلۍ ) په هینداره کې خبرې کوي . په دې مانا چې هلک ورته ډیر لري په یو ګوها ځای کې ناست وي او نجلې ته د هیندارې پړک وراچوي .او کله چې د نجلۍ په بدن یا ددې سره نږدې د هینداره پړک پریوزي . نو پوه شي چې خبره څه ده .او دلته د هینداره شغلۍ د نجلې سترګې بریښوي
او نجلۍ داسندره کوي
مازدیګر شغلې شغلې دی مازدیګر
و په شغلو پټه یاره نه دې پیژنمه
مازدیګر
او دا چې د شعر روح خیال دی نو په دې سندره کې هم داسې خوږ روح پروت دی
چې سړی په پوره مانا کیف ترې اخیستی شي .