راليږونکی :gull mohammad aryobi
د راليږونکي پته :aryobi11@yahoo.com
نيټه : 05-09-2008
جان لا
هغه يو ملت کنگآل کړ ــ خو د مرگ په وخت کې يې بوټونه د تلي لخوا څخه سوري و
جان لا Hanasome John law په نوم يو سکاټلنډي پاريس ته ورسېل ـــ بې ياره و مددگاره او ناپېژندلى ، خو ځان يې د فرانسې مالي ديکتاتور او د ټولې اروپا د يوه ډې غښتلي شخص پوړ ته ورسول ، دولس کاله وروسته هغه د ډېرې رسوائي وروسته د فرانسې څخه په تېښته کې و او له ورپسې د پاريدلو خلکو هجوم چې دده وينو ته تږي و او غوښتل يې چې اندام پراندام يې سره بېل کړي .
ددې ځوان او ښايسته سکاټلنډي کړنې د تاريخ يوه داسې ماجزا ده چې ، سارى يې نه و ليدل شوى او نه شايد په راتلونکي کې داسې څه د چا لخوا په دې ډول تر سره شي . دهغه عجيبو او غريبو پلانونو د فرانسې نيمايي نفوس سوالگر يا درويز گر کړ او هغه د ډېر ژر بډاى کيدو خيالونه او خوبونه چې ده په خلکو کې پيداکړي و د باراني ټومبکو په څېر ورک شول .
دا ځوان – جان لا په دولس کلنۍ کې د رياضياتو په برخه کې ډېر دهين او ماهر شاگرد و چې د ايډنبرگ د پوهنتون پروفيسران يې حيران کړي و ، په اولس کلنۍ کې يې پخپلو نابله و حرکاتو د خلکو پام ځان ته اړاوه ، هغه به د څو رنگه وريښمين ټوکر څخه جوړي شوي مې چې زري فيتې به پرې لگېدلي وې ، اغوستې او په يوه ځانگړي بل ډول تگ به په لاره تلو ، مصنوعي اوږده گاړگوتي وېښتان به يې پر سر و . او په شونډو کې به يې هر وخت وچ تمباکو اېښي و .
په شل کلنۍ کې د يوه شيطاني قمار وهونکي يا جوارگر په توگه مشهور شو ، هغه به په ډېره ځيرکي سره پتې يا پرې اړولي او هيڅ چا هم ده ته په قمار کې ټټر نه وهل ، او کله چې د شپږ ويشتو کالو په هډو پوخ ځوان شو ، د يوه بوډا سړي ځوانه مېرمنه يې دميني په لومه کې تپه شوه ــــــ دا بوډا چې د خپلي ځوانې مېرمنې او جان لا د مينې دې کيسو ډېر په غصه کړئ و ، جالا ته د تن په تن تر مرگه پورې د جگړې چېلنج ورکړ . هغوى د لندن د دند او غبار څخه په يوه ډک سهار کې سره دوه په دوه وجنگېدل ، په پاى کې جان لا خپل حريف وواژه . هغه ونيول شو او د وژني مقدمه ورابانې دايره شوه او يو څه وخت وروسته دا عدام فيصله ورته واورول شوه ، خو په دار د ځړېدو څخه دوه ورځې مخکې يې خپل ساتونکي نشه کړل ، د لاسونو او پښو څخه يې اولچکې او ځولنې خلاصې کړې او د زندان څخه داسې په تېښته شو ، څو چې فرانسې ته ورسېد . فرانسه پر دې مهال د يوې بدې اقتصادي وضعې سره لاس او گرېوان وه . پارېدلي وکړي چې لوږې او فقر لارو کوڅو ته را ايستلي و ، د فرانسې د مړه پاچا څوارلسم لوېې ( Luois ) مجسمې ماتولې او د نوي حکومت څخه يې غوښتنه کوله چې هغوى له بشري ناورين څخه وژغوري د فرانسې په دې کړکېچن حالت کې دغه ځوان سکاټلنډى جان لا د خپلې غوړې ژبې او سخت دريځه نظرياتو سره راڅرگند شو . هغه حکومت وهڅاوه چې يو څه اندازه کاغذي پيسې چاپ کړي ، بيي يا نرخونه لوړ او بازارونه تاوده شول چې ورسره کاروبار وده وکړه ، داسې لږلږ اټکل کېده چې د فرانسې ځلانده شېبې بيا راغلې ، نور به لوږه نه وي . فرانسوي وگړو جان لا ته د يوه ژغورونکي په سترگه وکتل اوداسې يې وانگيرله چې دى د معجزې خاوند دى نو جان لا هم خپل پرمختگ پيل کړ او يوه پراخه انحصاري اداره يې تر لاسه کړه ، يوه داسې ځبيښونکي صنعتي او تجارتي وړتيا چې له چين ، هند ، د سهيلي سمندر له ټاپوگانو ، کاناډا او د فرانسې د ټولو امريکايي مسعمرو سره يې د تجارت کولو حقوق ځان ته خوندي کړل .
له دې وروسته جان لا ته په فرانسوي اقتصاد باندې د خپلو منگولو د لا ټينگولو موقع په لاس ورغله . هغه د سهامي شرکت ( Stack ) يوه پروژه پيل کړه ، هر هغه چا چې ددې پروژې ونډې تر لاسه کولې ، داسې ډاډ ورکول کېده چې دوى ته به د کال 120% يو سل شل فيصده گټه ورکول کېږي . نرخونه نور هم لوړ شول له دې سره په خلکو کې يوه عجيبه ليوالتيا خپره شوه ، غريب او بډاى ، ځواکمن او بې وزله په ډېره بېړه له خپلو شتمنيو سره په دې هڅه کې و چې په يوه ډول د جان لا کور يا دفتر ته ځان ور دننه کړي تر څو ونډي يا اسهام واخلي . د هغه د کور د باندې به ډېرى د ونډو اخيستونکو داسې يوه گڼه گوڼه وه چې خلک به يو د بل تر پښو لاندې کېدل . حکومت د کاغذي پيسو د چاپ لپاره مطبعې په نه سټرېدونکي توگه په کار بوختى وساتلې او جان لا د خپلو ونډو ويش او خرڅلاو ، دا اوازې او خبرې په ټوله فرانسه کې د يوه طوفان په څېر خپرې شوې چې هر څوک د ډايتوب په لورې روان دي ، نوکرانو او مزدورانو به هم د اسهامو يا ونډو د بازار چکرونه وهل او څو ورځو شپو کې به ميليونران شول .
د فرانسې د شاهي کورنۍ يوه ځوانه نجلۍ هغه وخت په تعجب کې ولوېده کله چې يې په يوه نندارتون کې د کنسر پر مهال خپل پخوانى آشپز ولېد چې په غاړه يې د حلېدونکو الماسو امېل و او د هغې څخه په مخکني سيټ کې ناست و .
د پاريس په لارو او کوڅو کې گڼه گوڼه د يوې ورځې نه بلې ورځې ته ډېرېده ، د سړکونو دواړو غاړوته گام پر گام د چايو ، قهوې او مشروباتو غرفې پرانيستل شوې وې او دا ښار شپه او روځ ويښ و ، جوارگرو هم خپلې اډې جوړې کړيوې ، جيب وهونکي ( موږکان ) (کيسه بران ) هم د اروپا له مختلفو سوړو او غارونو څخه د خپل بخت د ازموينې لپاره دلته لا دباندې شوي و او ددې ښار د هوسا وگړو څخه يې خپله چونگي بېلوله .
د پاريس د ښار نفوس څو برابره ډېر شو ، هوټلې او رسټورانونه د پوځي بارکونو په څېر ډک و ، د پاريس د ښار اصلي اوسېدونکو د باندې څخه راغلو مسافرو ته د ښې کرايې او اضافي گټې په بدل کې خپل نيم کورونه ، برنډې ، پخلنځايونه او آن تر دې چې غوجلې هم په کرايه ورکړې . نقليه وسيلې دومره بې شمېره شوې چې د لارو د نه خلاصون له امله د کيشپ په تگ خوځېدې . د کاغذي پيسو له افراطه نرخونه نور هم لوړ شول او په څنگ کې معاشونه او مزدوري هم ، فابريکې شپه او ورځ لگيا وې او توليدات يې بازارته وړاندې کول ، هر چېرې ښکلي او لويې لويې ماڼۍ جوړېدې .
پاريس او ټولې فرانسې په ظاهري بڼه د الف ليلا د يوه افسانوي ښار بڼه غوره کړې وه ، خو په حقيقت کې ددې زرينې پردې شاته بل څه و چې ډېر ژر روښانه کېدونکي و ، ددې را روان ځپونکي طوفان څپې د لومړي ځل لپاره هغه وخت ولېدل شوې چې د کونټي Conti مقتدر واکمن ددې حالت څخه د کرکې له امله د کاغذي پيسو څخه درې بگۍ ډاکې کړې او بانگ ته لاړ ، هلته يې په بدل کې د سرو زرو غوښتنه وکړه او ورپسې ځينو نورو کسانو هم ددې شهزاده په څېر کاغذي پيسې له بانگ څخه په سرو زرو بدلې کړې ، بيا نو دا د يوې بې پايې لړۍ پيل و چې د بانگ څخه يې د سرو زرو غوښتنه کوله ، بانگ هم خپل لاس ورونيو ، نور نو اعتماد له مينځه تللى و ، جان لا د خپلې دولتي دندې څخه جپي د فرانسې د حکومت اقتصادي مشاور هم و گوښه کړل شو . ټوله فرانسه په يوه بده وضعه کې راگيره وه . په هغې گڼه گوڼې کې چې يو مهال د جال لا د سهامي شرکت د ونډو د ترلاسه کولو لپاره يو بل ټيل وهل ، د اسهامو په عوض د خپلو پيسو د بېرته لاس ته راوړلو په هلو ځلو کې څوارلس (١٤) تنه تر پښو لاندې ووژل شول . پارېدلو خلکو د جان لا کورته تيږي ويشتې او د مرگ گواښونه يې ورته کول . جان لا له ډېرې وېرې څخه خپل حواس بايللي و او په بيړه يې د فرانسې څخه خپلې پښې سپکې کړې او شاته يې خپلي ټولې خزانې پرېښدې ، دده بې شمېره ملکيتونه چې ميليونه ډالره ارزښت يې درلود ضبط شول ، نادر کتابتونونه ، فرنيچر ، د شپينو او سرو زرو لوښي يې خرڅ شو ، لوڼې او ميرمن يې د بې وزلۍ په ډېر بد حالت کې د پاريس په کوڅو کې ورڅخه پاتې شول .
نهه (٩) کاله وروسته دا ښکلى سکاټلنډى ، جان لا – يا هغه سړى چې يو وخت د پاچاهانو څخه هم ډېر ځواکمن او شتمن و په وېنيس Venice کې مړ شو ، بې له دې څخه چې ملگري او خوا خوږي ولري او يا پيسې ورسره وي ، د هغه بوټونه د تلي لخوا وسوري و ، هغه دومره بې وسه شوى و چې په هغه کوټه کې چې ده د خپل ژوند وروستۍ گړۍ گڼلي ، د څو څو ورځو او شپو لپاره په لوږه کې بې پوښتنې تېرولې