افغانستان

جام د کوثر که د شهید پر شونډو پروت وو بیا هم
دخپل وطن د ازادۍ اوبو ارمان کې به وو

خدای که په دې دنیا جنت وای پیدا کړې چرې
زه په ایمان وایم چې ګران افغانستان کې به وو.


ازادي
ازادي د ژوند د پیغلې ګاڼه بویه
ازادي د سل رنګه ښایست چېنه ده

ازادي د وړانګو دنګه میناره ده
ورنسکوره هره ګل ګل زمانه ده

چې پراته یې منځ کې واړه کاینات دي
ازادي د قدرت هغه دایره ده

انسانیت چې یې د ذوق پر شونډو لولي
د فطرت په لاسو کښلې ترانه ده

ازادي دکیف سروره پیمانه ده
لکه مور لکه جانان ،جانان خوږه ده.
ــــــــــــــــــ

ازادي د باد ورغوي کې ډیوه ده
نو اسان یې بلول نه دي جانانه

ازادي تازه په یو سمندر وینو
تش په خوله یې لوړ ساتل نه دي جانانه

ازادي راوړل د قاف غره ماتول دي
د پاخه فصل ریبل نه دي جانانه

ازادي د لمر د بام پر سر قدم دی
دخپل کور بام ته ختل نه دي جانانه

ازادي د جهالت دور وژنه
ازادي د ورور وژل نه دي جانانه

ـــــــــــــــــــــــــــ
له ادمه تر دې دمه پرې ژوندي یم
ازادي زما سمبول زما نښان دی

رڼه ستوري لکه اوښکې پرې راوري
دا زما د ازادۍ د عشق ګریوان دی

د نړۍ د ازادۍ د تاریخ یون کې
طلايي تاریخ زما په کې روان دی

زما وجود د ازادۍ له خټو جوړ دی
ازادي زما مذهب زما ایمان دی

چې پر سر مې د ویاړونو توغ رپیږي
نوم مې ګران افغانستان افغانستان دی
۲۴ زمري ۱۳۸۷
کابل –انټر کانټینټل هوټل . دا زادۍ مشاعره
سیدجیلاني جلان