ازادي د ژوند د هرې ساه اړتیا ده
ازادي د خدای له لورې ستر نعمت دی
ازادي د قوي عزم پیلامه ده
نوم د ویاړ دی نوم د تورې شجاعت دی

ازادي یوه سپیڅلې کلیمه ده
چې راتلی شي په میلیونو ککریو
ازادي په هر قدم قدم کې غواړي
خرپ د تورو غړمبهار دشنو زمریو

ازادي لري په غیږه کې سندرې
ترانې لري ښکلا لري د میني
غم ځپلي زړونه هم پکې ناڅاکړي
ورځې شپې لري شیبې لري رنګینې

ازادي لکه سپوږمۍ د څلورلسمې
خاموشي لکه په غیږ کې د جانان وي
بیا به کرکه څه کاکړه کړي ټولنه ؟
ازادي چې د ضمیر او د وجدان وي

ازادي د ولسونو د پت شال دی
چې قیمت یې د شمیرلو له حد تیر دی
ازادي لکه د ډ‌یرې خوښۍ اوښکې
چې له زړه نه هم علت د راتلو هیردی

ازادي د هر انسان طبعي حق دی
چې په مینه وکړي ژوند د یو بل څنګ کې
په رښتونې ازادي او سوله غواړو
د قلم وخت دی نور خیر نشته په جنګ کې

محمد صابر خان بې ریا