شعرونه
ستا له یادونو سره
ما درپه یاد کړه او خپل زړه ته دې ريښتیاووایه ! چې زمایادونه درسره دي که نه؟ هغه لومړی پسرلی دښار نمجنې کوڅې او ستا پر زلفو دباران دڅاڅکو غلې نڅا زما لالهانده او حیرانه موسکا او ستا په
دابه څه وي؟
دابه څه وي ؟ چې په تیاره کې د جوړه سپینو کوترو په څېر یوه له بلې څخه تاوه شي راوڅرخیږي او په هوا کې درڼا یوه څپه جوړه کړي؟
تاریخ ملنډې وهي
((ابن سینا)) لاهم له بلخه تښتي ((خوشال)) دخپل ولس په بده بدمرغۍ خواشینی دومره غوسه دی چې دتورې تیغ یې موټي کې دوینو فوارې جوړوي دتاریخ باد د (( مارکس )) په ږیره کې پټ شوی پاڼې پاڼې (( کاپیتال)) اړوي دلته په وچ ((زرنګاربڼ)) کې څو زلمي
دباران په تمه
وږمې ! دیار دغیږې عطر له کوم لوري راوړې چې جل وهلي روح ته داسې دژوند سیوري راوړې خوب مې لیده چې دیاقوتو زرین تاج دې په سر سپینو لاسو کې داسې زړه چې لاهم ښوري راوړې زه یم ګونګی ولاړ دخدای په نوراني حضور کې ژبې ته څومره خوږه راشې دعشق توري راوړې
په هوايي ډګر کې
ستومانه ، سرې سترګې ، بېخوبه ، غمجن ناڅاپه ټوله مينه ، ټوله ښکلا &nbs
هېریادونه
داسې یې چې مروړي ښکلا څه غواړي زړونو نه دا روې بلا څه غواړي راشه چې دې سترګو څخه وپوښتم دومره ډیر غمونه له ماڅه غواړي هره ورځ سرونه دښامار خوله کې خلک خبر نه د ي پاچا څه غواړي مه پوښته دا توندې توپاني څپې
هیله
ستا د موسکا نښه په زړه کې ساتم لکه کتاب کې د تاووس بڼکه او ستا دسترګو تصویر لکه خوږه څړیکه د ژوند په درد کې بس ما ته نور هیڅ هم را پاتې نه دي عشق دزمان دتورو غرونو له شا &n
سیګار
سیګار دا هغه عطر دي ، چې چا راته کلونه پخوا په ډیره مینه دلومړي سوغات په نوم راکړل هغه کلونه هرسهار ماد ((سیګار)) عطر
زما جېلوانې!
ما او جانان بې له یو بله اوس عادت کړی دی له خدایه ځار شم څومره ژر يې قیامت کړی دی د دود دستور دجبر کاڼي مو پر سر پریوتي موږه د عشق له ټول اختیاره بغاوت کړی دی ماهیروي ، مګر له زړه نه مې شړلی نه شي چا دجانان له خولې نه داسې روایت کړی دی
(هېڅ) نه شته!
یوه موده مې ستا له سترګو څخه لرې ژوندون وازمویه او ایله پوه شومه چې ( هېڅ) څه مانا؟ هره شپه ستا دسترګو ښکلې اللو ژاړم هرسهار مرګ ازمویم ،ستا له ترخې نشتې سره ته دې په خپلې ها یوازې، ها تیاره خونه کې همداسې غلې &nbsp
ژوند
ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی لکه درسم کتابچه کې د ماشوم دنیا چې په اسمان کې یې رازوړند کټ وي چې خور یې خاندي دابا سر یې له لمره غټ وي له دې دنیا سره همدغسې چلندښکلی دی ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی آیی
دا مې غر دا مې شودیاره
دکېږدۍ په پېڅول غوټه ګلابي څادر رپیږي ناوې لرې لارې څاري په کنډو دوړې ښکاریږي زرکه کټ کټ په خنداشوه سلایي يې کړه لمده په نرۍ ژبه ګل غوټۍ ته یې دسترګو لکۍ وکړې غوړګې بیا ورته نرۍ کوڅۍ کړې سمې لږ په تریو تندي یې وویل: شال يې ښه نه دی راوړی
درې شپې
خاطره: د۱۳۸۸لمریز ژمی، دسالنګ خوني واورو نږدې دوه سوه افغانان وخوړل ، یوازې کوچنۍ نیلاب ، درې ورځې وروسته دخپلې مړې ابۍ له غیږې ژوندۍ راوویستل شوه . عبدالغفور لېوال درې شپې باد لاشغیږي نغاره د یوه شوم خبر په زور ډنګوي سیلۍ په لپولپو واوره شیندي او هیندوکوښ د
مرسته !
ددغه ستړي ښار له ډک زړه راځم دشورماشور او هیاهو له منځه چیرته چوپتیا چیرته بیدیا لټوم زما په مغزو کې ستوماني &
یوه مړاوې ژمنه
منم چې مرم درپسې خو بیا دې نه شم لیدای بیا دې له تورو سترګو سپینې اوښکې نه پاکوم بیا په بند ستوني
غزلګی
دتوروسترګو ناز وژلی یمه ستا د کتو انداز وژلی یمه دروح کوتره مې مینه وه پرې دښکلا داسې باز وژلی یمه چې ته ترې ووتې او دی پاتې شو دژوندهمدې اعجاز وژلی یمه دومره ښایست کې پټه هومره غوسه دخلقت دغه راز وژلی
هر څه سم دي!
ته به له ځانه سره فکر کوې : ــ چې بې له تا به په ماڅه تیریږي ــ هېڅ ! زه لاژوندی یم لیونی لانه یم لا هم پرلاره ځم ، له ځان سره خبرې کوم کله له تا څخه وړې وړې ګ
د عشق د آزادۍ فصل
پخوا مینان د چا د زلفو په حلقه کې بند وو نن &
دولسمشر لومړی فرمان
خپلو سپېڅلو ماشومانو ته ټوپک او تو مانچې مه اخلیء بیا په نانځکو باندې ډزې کوي ۱۳۸۸ شپږم پېشلمی
نوې املا
ماین په ( الف) لیکیء چې: له (مین) سره یې فرق وشي هسې هم &n
کمپاین
دلته ، چې غم د ډوډۍ یا خالي ، پوچې اندېښنې دسیاست او خبرونه د مرګ زموږ د ژوند کاغذي ګل رازمولي په دې عجیب وطن کې هیڅ څوک په دې غمیزه نه پوهیږي چې څومره لویه تشه او څه بدرنګه نشت دی که هیڅ څوک نه شي پیدا چې بل ته دا ووایي:
ته او سندرې
دا ستا په خندا ګانو مې مینځلې دي سندرېدا دومره چې رڼې او شرنګېدلې دي سندرې چې باد ته ستا دزلفو رشتې پورته په نڅا شوې په ما هغــــــــــــــــه شیبه را ورېدلې دي سندرې رارغړي ستا له سترګو په رنجو ککړه اوښکه تصویر ته یې حیرانې غلې غلې دي سندرې دا ستا دې ځمبېدلو سترګو څه جادو را وکړپه شونډو کې زما هم په خوب تللې دي سندرې کاته دې که وژل نه کړي نو دومره راته وایهدا چا مې په زړګي کې را وژلې دي سندرې یوڅوڅاڅکي یې پریوځي چې دا
زما کلیزه
ګل کړی کیک ګیډۍ د ښکلو ګلویو څه خواږه او یوه ښکلې موسکایو ځل په مینه راکتل یوه خوږه خبره.... زه پرون بیا دټول جهان پاچا ومیو چا په مینه زما کلیزه راته ولمانځلهاوزه
دهغې لپاره
هغې خپل روح په زم زم ومینځلواو دکوثر په حوض یې شونډې کېښوېهغه سپېڅلې شوه د پاکو ملاییکو په څېرهغه له نور څخه روښانه شوه د خدای ( ج ) مینه کېخدایزده چې اوس به څومره ښکلې ښکاريهغې دخپل ګنهکار غږ هم پرخپل ځان حرام کړهغه مین چې له ګناه پرته یې هیڅ نه لرلهغه چې نښه د بدۍ و چې کمزوری و &
اعتراف(۲)
خاطره:((مات شوې؟)) نه پوهیږم ګران محمد یار ته زما وروستیو شعرونو څه ویلي وو، چې په ژړغونکي ږغ یې را څخه په تیلیفون کې دغه پوښتنه وکړه او بیا یې پرله پسې پر ژوند توند ګوزارونه وکړل. ما غوښتل ژوند ورته تعریف کړم ، خو زما ستونی هم راډک شو او خبرې موپرې شوې.... بیا زما له خبرو څخه لاندې کرښې جوړې شوې ،چې ګران محمدیار به یې ولولي. هو! زه &nbs