دنګه وه په ملا باندې راماته شوه
ويې خندل ما باندې راماته شوه
داد چينار ونه ده ټالۍ وهي
مړ به شي که چا باندې راماته شوه
ما په محبت چې درته وکتل
ټوله دنيا تا باندې راماته شوه.

شونډې راکه ښخه ورسره غېږه
هله راشه غېږې ته راوړه غېږه
ما ته چې راځې په کې وصال راوړه
بېرته له ګلونو ْډکه وړه غېږه
وخ له څومره لويه انتظاره پس
ستا په سينه شوله مې سړه غېږه
ټوله دې له ځانه سره نه وړمه
غواړم رحماني درنه وړه غېږه
نورو سره چل کوه دوکې کوه
بس له رحماني مه سپموه غېږه.