دوهم واده :: پروين ملال
که راته وبخښئ ټول ستوري
د لمرو په شان
او اوبه راکړئ د سپوږمۍ په چينو
جامې مې جوړې د حرير او شبنم
شونډو ته رنګ د مرجان
د سترګو تور مې وي د يو زرو شپو
لاس ته باهو د هالی
شور د ګونګرو د جنتي سندرو
مخ ته رڼا د نور له غره ځينې
غاړه مې جوړه د بوډۍ له ټاله
د غوږ لښتۍ مې د پروين او د زهری د څوکو
که راته وبخښئ عدن ټول له غلمانو سره
تندي ته جام د کوثري پياليو
بستر مې جوړ وي د فردوس د اوه رنګه وريښم
تلتک د خوب او د نرمۍ له ښاره
بالښت له ناز او لطافته ځينې
پالنګ مې وي د سرو ياقوتو خرمن
د خونې چت مې د سکندر د آيينو تصوير
پردې د وړانګو او څپو کليمې
که راته وبخښئ محل د تاج محلو نه جوړ
د فوارود تن يې سپينې چينې د الماسي ځلونو
ګلان د مينې طراوت سمبول
د ونو پاڼې زمرودي خوبونه
لارې پل لارې يې د سرو او سپينو
چمن چمن واښه يې ښکلي د جانان له خياله
هسک هسک برجونه يې د جنت منارې
آسمان ټټر يې يې لاجوردي کانونه
زه به دې ټولو باندې څه وکړمه؟
زه به دې ټولو ته تعبير څنګه شم؟
د دغه ټولو د بلوغ حسن به څوک وستايي؟
زما د هستۍ زما د ښايست بهانه څوک وټاکي
زما خاوند زما ميړه زما تفسير د حسن
بيګا د بل چا په پالنګ ختلی
و ماته نه راګوري
ځکه هغه دوهم واده کړی دی