ژوند لکه ياغي سمندر ناڅي دعشق وار راځي
جوړ له يو کم سل رنګونو يار ،په دغه لار راځي
پل کي يې د دښۍ پښې څه راڼه چينه راووته
داځلې که خير وي شين دلدل په ګلو بار راځي
يار چي دځوانۍ په شرنګ کې هڅه د راتلو وکړي
ته وا دګرمۍ پرمهال شنه فصل کې مار راځي
څنګه مو پيريان د ميني دې حالت ته نه نيسي ؟
داسې تماشو کې په بوډا سړي خمار راځي
وتراشه جلانه !له ځوانۍ نه يې پى مخى رنګ
غوړ لرګى د اور په بلولو کې پکار راځي
سيدجيلاني جلان
28.01.2008
- اريوب
چې له يو بل ځينې مو کرکه راغله کور ته بلا زمونږه ځکه راغله
بيا به د چا په خونه بم غورزويله پاسه خړه الوتکه راغله
چا وويل دا بمبار له کومه کوېما وې چې پورې له اټکه راغله
ښايي چې دلته يې شهيد زوی ښخ دیتر هديرې ځکه چابکه راغــــــــــله
(احساسه) بس زمونږ پښتون ټبرته له هرې خوا نه لويه سپکه راغله
حميد احساسمتحده عربی امارات العين...
04.02.2008
- اريوب
د دوست شينواري د غزل پر طرحه: محمدحنيف حيران ( ساه نيولی دې راغلی يم درشل ته)قاتل نه يم خو بيا هم ځمه مقتل تهمخ مې ځکه په لمر مخي يار پسې وړمله فطرته يمه ورته کاپور ګل تهد وحشت ګرداب به زغم کړي پخپل ځان کېد اُمېد کشتۍ به ورسي منزل تهد غمزو لمر دې يو څو نېزې راټيټ ويد خوشال پښې دې خوييږي نه مغل تهپه ستم او په جفا دې ښه زړه يخ کهخدای به ما هم کړي وسي درته بدل تهچې خلقت ته د خدای پاک کله حيران شمنو کاته کړم، کله يار ته کله ګل ته....