چې له يو بل ځينې مو کرکه راغله
کور ته بلا زمونږه ځکه راغله
بيا به د چا په خونه بم غورزوي
له پاسه خړه الوتکه راغله
چا وويل دا بمبار له کومه کوې
ما وې چې پورې له اټکه راغله
ښايي چې دلته يې شهيد زوی ښخ دی
تر هديرې ځکه چابکه راغــــــــــله
(احساسه) بس زمونږ پښتون ټبرته
له هرې خوا نه لويه سپکه راغله
حميد احساس
متحده عربی امارات العين
28.01.2008
- اريوب
نن ښه په ښکاره د ښکلا ښکار کوم تا غواړمهتاسره د ميني يو بنډار کوم ته تا غواړمه
زه د خپل زړګي د شنه پټي په بريد ولاړ يمهڅار کوم ستا ګل زړګي ته لار کوم تا غواړ مه
لکه د باران اوبه له بامه په راځوړند تارژوند داسې د اوښکو په مدار کوم تا غواړمه
ستا په خاطر تيږې ماتوم د غره تمامه ورځتاته چې لونګ راوړمه کار کوم تا غواړمه
نن مې د جلان د شنه غزل شرنګا اغوستې دهنن په تا يو خوږ هنري وار کوم تا غواړمهسيدجيلاني جلان کابل دنوا راډيو
...
03.02.2008
- اريوب
ژوند لکه ياغي سمندر ناڅي دعشق وار راځي جوړ له يو کم سل رنګونو يار ،په دغه لار راځي
پل کي يې د دښۍ پښې څه راڼه چينه راووته داځلې که خير وي شين دلدل په ګلو بار راځي
يار چي دځوانۍ په شرنګ کې هڅه د راتلو وکړي ته وا دګرمۍ پرمهال شنه فصل کې مار راځي
څنګه مو پيريان د ميني دې حالت ته نه نيسي ؟داسې تماشو کې په بوډا سړي خمار راځي
وتراشه جلانه !له ځوانۍ نه يې پى مخى رنګ غوړ لرګى د اور په بلولو کې پکار راځي
سيدجيلاني جلان...