نن ښه په ښکاره د ښکلا ښکار کوم تا غواړمه
تاسره د ميني يو بنډار کوم ته تا غواړمه
زه د خپل زړګي د شنه پټي په بريد ولاړ يمه
څار کوم ستا ګل زړګي ته لار کوم تا غواړ مه
لکه د باران اوبه له بامه په راځوړند تار
ژوند داسې د اوښکو په مدار کوم تا غواړمه
ستا په خاطر تيږې ماتوم د غره تمامه ورځ
تاته چې لونګ راوړمه کار کوم تا غواړمه
نن مې د جلان د شنه غزل شرنګا اغوستې ده
نن په تا يو خوږ هنري وار کوم تا غواړمه
سيدجيلاني جلان کابل دنوا راډيو
24.01.2008
- اريوب
د کوم چا په تورو څڼو کې اسير ديلا تړلي مې خيالونه په زنځير دي
چې له زخم نه يې باسمه مړ کيږمای! دا څه کوډې دې کړې پخپل تير دي
د باچا د دربار سپي راپسې غاپيچې اخيستې مې ښېرې د کوم فقير دي
د رنګين کمان ګنبدې هم شوې خلاصېلا نيمګړي دې رنګونه د تصوير دي
زما ژوند د يوسف خوب دی راته ګورهستا خو سترګې کتابونه دتعبير دي
پسرلی دې له خپل ځان سره خندا کادلته خلق پخپل غم دي پخپل وير دي
کوم ګمنام ملنګ دعا ده درته کړېسرودونه دې درمله...
28.01.2008
- اريوب
چې له يو بل ځينې مو کرکه راغله کور ته بلا زمونږه ځکه راغله
بيا به د چا په خونه بم غورزويله پاسه خړه الوتکه راغله
چا وويل دا بمبار له کومه کوېما وې چې پورې له اټکه راغله
ښايي چې دلته يې شهيد زوی ښخ دیتر هديرې ځکه چابکه راغــــــــــله
(احساسه) بس زمونږ پښتون ټبرته له هرې خوا نه لويه سپکه راغله
حميد احساسمتحده عربی امارات العين...