شعرونه
غزل ( محمد حنيف حيران)
( ساه نيولی دې راغلی يم درشل ته)
قاتل نه يم خو بيا هم ځمه مقتل ته
مخ مې ځکه په لمر مخي يار پسې وړم
له فطرته يمه ورته کاپور ګل ته
د وحشت ګرداب به زغم کړي پخپل ځان کې
د اُمېد کشتۍ به ورسي منزل ته
د غمزو لمر دې يو څو نېزې راټيټ وي
د خوشال پښې دې خوييږي نه مغل ته
په ستم او په جفا دې ښه زړه يخ که
خدای به ما هم کړي وسي درته بدل ته
چې خلقت ته د خدای پاک کله حيران شم
نو کاته کړم، کله يار ته کله ګل ته.