څه مې پوښتې ګرانه ! پريږده پريږده څه مانا څڼې
شپې مې له ورغوو نه ښويږي لکه ستا څڼې

ګرمې نه دي سترګې دې چې زما سترګو ته نه ګوري
پيغلې د پاخه عمر خو اړوي تر شا څڼې

جار دې شم د مخ رڼه چرګۍ دې شال کې پټه کړه
ډکې دي له خاورو له ګردونو نه زما څڼې

څه به دګل مخو له بې لو‌‌ظۍ نه ټکومه سر
اوړي د ډول غږ ته په اتڼ کې هرې خوا څڼې

وړ باران د ګل خندا کوه پرې تل غوړي وي
ستا جلان کرلي غزل ځمکو کې بالا څڼې
سيدجيلاني جلان کابل نوا راډيو.