لكه ځان لكه زړګى راباندې ګران دى
په ټول كلي كې يو دى راباندې ګران دى!
خداي مې زړه كې دومره مينه اچولې
خپل خو څه كړې هر پردى راباندې ګران دى!
خپل ګرانښت دې ته له دې نه تصور كړه
ستا د غېږې شين منګى راباندې ګران دى!
كه ډاګونه دي، خارې دي او كه شاړې
خو د خپلې زوكړې ځاي راباندې ګران دى!
له غليمه پكې پور اخلم په زوره
د پچير آګام تنګى راباندې ګران دى!
دا چې سر په لاس كې وړم د جنګ ميدان ته
شهادت غواړم مرګى راباندې ګران دى!
د ماشوم په څېر خيرخوا ياره هغه هم
لكه سم د لوبو شى راباندې ګران دى!
24.01.2008
- اريوب
ستا د مغرور حُسن مهال نشـــــــتهزما د مينې هيـــــــڅ ذوال نشــــــــتهمنم د حُســــــــن دې مـــــثال نــــشتهخو په غرور کې دې هم سيال نشتهاسمان کې ستوري ځکه نه ښکاريچې ستا په غونډه زنه خال نشـــــتهرقيــــبه خيــــــــر دی ته غلی کېــــــنهزموږ په مېنځ کې هيڅ جنجال نشتهزما د حال پوښــــــــــتنه څه له کوې؟له تانه پرته مې هيــــڅ حال نــــــشتهديموکراسي مو پښتو هم لوټ کړهزما لونګۍ نشته ستا شال نــــشتهورېځـــــــې راځي د زلفو ټــال ته دېوشـــ...
24.01.2008
- اريوب
د مشرف الدين زوى پروېز د جنرال ضياء الحق څخه راوروسته د پاكستان دوهم پوځي ديكتاتور دى، چې تر ډېره د واك پر ګدۍ پاتېږي. هغه چې كله هم خپل ځان ګېر ليدلى؛ نو خپلو مخالفينو ته يې داسې موضوع را زېږولې، چې هغوى نه يې هغه د پرون اجنډا هغه د حكومت د غورځولو او كلابند كولو ټولې خبرې هېرې كړې دي. كله چې د پاكستان اپوزېسيون د عدم اعتماد تحريك د چلولو پرېكړه وكړه حكومت ورته د "حدود اّرډيننس" بيل وړاندې كړ، دا مهال چې اپوزيسيون "د ګرېنډ الاينس Grand Alliance" (ستر اتحاد) خبرې كولې، پروېز خپل كتاب مارك...