د مشرف الدين زوى پروېز د جنرال ضياء الحق څخه راوروسته د پاكستان دوهم پوځي ديكتاتور دى، چې تر ډېره د واك پر ګدۍ پاتېږي. هغه چې كله هم خپل ځان ګېر ليدلى؛ نو خپلو مخالفينو ته يې داسې موضوع را زېږولې، چې هغوى نه يې هغه د پرون اجنډا هغه د حكومت د غورځولو او كلابند كولو ټولې خبرې هېرې كړې دي.
كله چې د پاكستان اپوزېسيون د عدم اعتماد تحريك د چلولو پرېكړه وكړه حكومت ورته د "حدود اّرډيننس" بيل وړاندې كړ، دا مهال چې اپوزيسيون "د ګرېنډ الاينس Grand Alliance" (ستر اتحاد) خبرې كولې، پروېز خپل كتاب ماركيټ ته وړاندې كړ. ميډيا او اپوزيسيون ټول په ويلو او تبصرو بوخت شول؛ ځكه په كتاب كې ډېر څه د اپوزيسيون د سترو مشرانو په اړه خوندي دي.
د سپتمبر يوولسمه د پاكستان لپاره يوه غير معمولي ورځ وه، زه كراچۍ ته د پاكستان د جوړوونكي محمد علي جناح د مقبرې د باغ د ليدلو لپاره روان وم، موږ د يو بل جنګ په خولې كې كېوتو، ياد مې دي كله چې دوه كاله وړاندې زما الوتكه د هايي جېك كېدو په حال كې وه پيلوټ "كاك پټ" ته ورغوښتى وم، دا ځل هم داسې وشول.
زما ملټري سكرټري ماته د نړيوال سوداګريز مركز سره د يوې الوتكې د ټكر وويل، په 1993ز كې هم د نړيوال سوداګريز مركز د له منځه وړلو پېښه شوې وه، په دغه پېښه كې 6 نفره له منځه تللي وو، د پېښې "ماسټر ماينډ" (Master Mind) دلته پاكستان ته راوتښتېد، نوموړى رمزي يوسف نومېده، چې بيا وروسته په 1995ز كې ونيول شو.
د "ملټري سكرټري" په دغه خبره زما په ذهن كې رنګارنګ سوچونه راغلل، كېداى شي له مركز سره كومه شخصي الوتكه لګېدلې وي، كېداى شي الوتكه د كنترول څخه وتلې وي او پيلوټ له وېرې دا كار كړى وي، يا كېداى شي دا كوم خاص ډول پېښه وي.
معلومات په مسلسله توګه رارسېدل، كور ته په را رسېدو مې "Meeting" (غونډه) راوغوښته، په كورنيو پېښو بوخت وم، ملټري سكرټري راته د تلويزيون د ليدلو وويل، CNN مخامخ خبر وركاوه، دواړه غبرګولي مركزونه مخ په غورځېدو وو، امريكا پخپل كور كې تر بريد لاندې وه، كه دا تور په القاعدې لګېده؛ نو امريكا موږ ته مخ را اړاوه، القاعده په افغانستان كې وه، په افغانستان كې د طالبانو حكومت و او له طالبانو سره موږ سفارتي اړيكې درلودې.
زه ګورنر هاوس ته لاړم، ژر ژر مې يو څه وليكل په ملي تلويزيون مې د پېښې غندنه وكړه، سبا ورځ مې په ګورنر هاوس كې د لوړې پايې د اجلاس مشري كوله، چې د امريكې د باندنيو چارو د وزير كولن پاول تليفون راغى، ما ورته وروسته د تليفون كولو وويل؛ خو هغه د غونډې د پرېښودو وويل، هغه راته يا له موږ سره يا له ترهګرو سره د ويلو پاټك واچاوه، زه يې په خبره پوه شوى وم، چې سړى څه غواړي، ما ورته له دوى سره د يو ځاى كېدو وويل.
بله ورځ په اسلام اّباد كې د Inter Services Director زنګ راغى، چې د اّرمټېج سره د ليدلو يې راته وويل، په غونډه كې هغه د كولن پاول خبره تكرار شوې وه، د پوځي پرېډ كتنه مې وكړه، له سياستوالو، ليكوالو، علماوو، ژورنالستانو، قومي مخورو او پوځي مشرانو سره مې كتنې وكړې، زه بايد له امريكا سره پاتې شوى وم؛ ځكه ماته تر ټولو مهم پاكستان و او نن له امريكا سره په يو ځاى كېدو كې د پاكستان ګټه وه.
له امريكاسره په نه يو ځاى كېدو مو امريكا له لاسه وركوله، په غرب كې مو دښمن ځانته نه غوښت، پاكستان له منځه تلو او هر څه بدلېدل، څنګه مې امريكا ته "نه" ويلي واى.
زموږ له هغې سره هېڅ ډول د مقابلې لاره نه وه، په اقتصادي، پوځي، لحاظ موږ ترې كمزوري وو، امريكې ته په "نه" ويلو به امريكا خپل پوځيان هند ته لېږل، هند به زموږ پر ضد اډې وركولې، بيا به هند د كشمير معامله ګټله.
له ډېر سوچ او فكر وروسته دې نتيجې ته ورسېدم، چې له طالبانو تېر؛ ځكه پرون د طالب په مرسته كې د پاكستان ګټه وه او نن يې په له منځه تلو كې.
طالبانو په افغانستان كې د هديرې امنيت ټينګ كړى و. ضياء الحق او نواز شريف دواړو طالبان د خپلو سياسي ګټو لپاره استعمال كړي وو، د مذهبي ډلو له منځه وړل پكار وو، له هغوى سره په مېړانه جنګېدل زما لومړنى هدف و، له امريكا سره په يو ځاى كېدو ملايان زما په خلاف سركونو ته راووتل؛ خو غبرګون يې ډېر جدي نه و.
دى پخپل كتاب (In The Line Of Fire) كې مخكې نور څه ليكي او وايي، په 13 سپتمبر 2001 په پاكستان كې د امريكې سفيرې وينډي چيمبرلين ماته د امريكې د حكومت اوه وړانديزونه راوړل، په هغو كې دوه، درې داسې وو، چې چنې پكې ووهل شي او نور ټول مو ومنل؛ خو امريكا ته د هوايي ډګرونو وركول، د پټو رازونو اجازه، زموږ لپاره د منلو وړ نه وو، ما امريكا ته په بلوچستان او سندهـ كې دوه هوايي ډګرونه وركړل، هغه هم د الوتكو د ترميم يا د لوجستيكي مرستو لپاره، نور مو دا هم ورته وويل، چې په لرو پرتو سيمو باندې هم د اړتيا پر مهال پرواز كولاى شي. په تليفون مې د پاول ټولې خبرې ومنلې، ما "هو" كړې وه، هېڅ خپه نه وم، دا ټول څه مې د ملي ګټو په خاطر كړي وو.
په 11/9 مې په ملي تلويزيون او راديو ملت ته خبرې وكړې، له هيلې سره سم غبرګون سخت نه و، په 18 اكتوبر مې د چين له يوه پلاوي سره وليدل، هغوى ته مې د خپلې پرېكړې وويل، د هغوى نظر هم مثبت و.
د ملا عمر او اسامه بن لادن په اړه ليكي، چې په نړۍ كې به څوك له دغو دوو نومونو څخه بدترين بل څوك ونه پېژني. نړۍ د ملا عمر د ژوند په اړه په هېڅ هم نه ده خبره، ملا عمر د طالبانو مشر او اوس هم له دوى كار اخلي او استعمالوي.
د اسامه په اړه خلك له ډېر څه خبر دي، اسامه په كونړ او ملا عمر په كندهار كې دى، د روس د حملې پر مهال پاكستان مجاهدين ونمانځل، په مدرسو كې يې احساسات راوپارول، وسله يې وركړه. د خدمت بدل يې په مخ كې ورته كېښود. د جهاد له ختم څخه وروسته نړۍ له دوى مخ واړاوه، امريكا د افغانستان په بيا ورانولو كې هېڅ برخه وانه خيسته. طالبان كوم نوى ځواك نه و، هغه پخواني مجاهدين وو؛ خو بس كته يې بدله وه. د جهاد پر مهال ملا عمر دوه ځلې پاكستان ته راغلى، دده دوره د يوه عام مجاهد په حيث وه، په جهادي ګوندونو كې شامل شو. د هغه په اړه ويل كېږي، چې د جګړې پر مهال يې سترګه زخمي او بيا ده د چاقو په واسطه ووېستله.
په 1959ز كې زېږېدلى او د څلورو ښځو خاوند دى، څلور زامن او دوه لورګانې لري، يو زوى يې په يوه بمي چاودنه كې له منځه ولاړ. په 1989ز كې د روسانو له وتلو وروسته د كندهار په لويدځ كې مېشت شو او هورې په كوم كلي كې امام وګومارل شو.
د طالبانو تحريك په 1994ز هغه مهال پيل شو كله چې دوه هلكان اول وتښتول او بيا ووژل شول، ملا عمر او ملګري يې جاى واردات ته په رسېدلو سره مجرمان ونيول، خلع سلاح يې كړل او بيا يې ځينې ترې اعدام كړل.
دا د طالبانو پيل و، په مختلفو ځايونو كې يې د ظلم خلاف جګړې وكړې، تر دې چې ريښې يې وغځېدې او په ټول ملك كې د امن ټينګېدو لپاره لاس په كار شول.
د پاكستان مدرسو د دوى ملاتړ وكړ، شاګردان يې ورولېږل، ملا عمر د 1994ز په اكتوبر كې د طالبانو مشر شو، په 1996ز كې 1500 ديني علماوو ده ته د اميرالموْمنين لقب وركړ.
طالبانو د افغانستان په 90% خاوره كنترول درلود. موږ ملا عمر څو ځلې را دعوت كړ؛ خو تل يې انكار وكړ. هغه زموږ د انټلي جنس له غړو سره ليدل كتل كړي دي، ملا عمر سره هېڅكله هم زموږ اړيكې ښې نه وې، د پاكستان ملا عمر سره لومړۍ اړيكه د 1994ز كال په اكتوبر كې ټينګه شوه، دغه ليدنه، كتنه په سپين بولدك كې ترسره شوه.
ددغې ليدنې مقصد د پاكستاني لاريو لپاره د روغې لارې موندل وو، اول يې چورلټ انكار وكړ؛ خو وروسته په دوو كې و، بيا يې ومنله، د لاريو دغه قافله د افغانستان دننه هايي جېك شوه؛ خو طالبان پكې ملوث نه ول.
اسامه په 1996ز په مى (May) كې جلال اّباد ته ورسېد، د جهاد د پاى څخه وروسته كوم عرب مجاهدين چې په نورو ملكونو كې تيت و پرك وو، بېرته راوګرځېدل، له دوى سره يو ځاى شول. هغوى اسامه د جهاد له وخته پېژانده، اسامه د طالبانو د تحريك ملاتړ وكړ.
له 11/9 وروسته زما په ذهن كې د طالبانو د بچاو يوازېنۍ لاره د اسامه او د هغه د ملګرو وېستل وو. په طالبانو باندې حملې په پاكستان بد اثرات لرل، طالبانو بايد خبرې كړې واى، اسامه يې بايد وېستلى واى.
موږ له دوى سره خبرو ته كېناستو؛ ځكه موږ پوهېدو، چې وخت ډېر زيات لږ دى، ملا عمر وويل، چې "دا د خداى(ج) له طرفه امريكا ته د مسلمانانو سره د بې انصافيو نتيجه ده". ملا عمر نور ډېر څه هم وويل: "خداى(ج) له موږ سره دى او اسامه سپر مېن (Super Man) دى".
موږ تر خپله وسه پورې كوښښ وكړ؛ خو د بش له خوا راكړل شوې د اكتوبر 7مه نوره رانژدې كېدونكې وه، موږ د ملا عمر په پوهولو كې ناكام شو، ملا عمر ته مو دا هم وويل، كه امريكا حمله وكړي؛ نو نېست و نابود به يې كړي.
اسامه ملا عمر ته چل وركړ، دده په غلطولو كې مذهبي علماء هم شامل وو، تر دې چې پاكستاني علماء هم دده د خبرو تر تاثير لاندې وو.
په طالبانو بمبار پيل شو، طالبان په منظمه توګه په شا لاړل، غرونو ته وختل، د 2001 په دسمبر كې دا خبر راغى، چې ملا عمر په Honda موټر سايكل سپور چېرې پټ شو.
تاسو ته په زړه پورې كيسه كوم، كله چې د جاپان لومړي وزير كوييزومي د ملا عمر په اړه وپوښتل؛ نو ما ورته وويل، چې د پېښې پر مهال له هغه سره Honda و، په ټوكو كې مې ورته وويل، چې د Honda نوى اعلان بايد دا وي، چې ملا عمر هونډا چلوي او د هغه ږيره غشي ولي.
دده ددغې تېښتې وروسته موږ د ملا عمر په اړه بيا په هېڅ هم نه يو خبر، زما پوره باور دى، چې هغه به د افغانستان په جنوب كندهار كې چېرې وي.
اسامه او ظواهري د افغانستان، پاكستان په سرحد كې چېرې پټ دي او د ځايي اوسېدونكيو پوره مرسته يې تر شا ده. هغه دا خبره رد كړې ده، چې وايي اسامه يا ملا عمر له پاكستانه خپلو ورانكاريو ته ادامه وركوي، دا د نړۍ غلط فهمي ده، كوم ثبوت نشته. په سرحدي سيمو كې امكان شته؛ ځكه دلته غرونه ډېر جګ دي.
د القاعدې او طالبانو پر ضد د ځينو عملياتو وجه پروېز مشرف د امريكا له خوا د پوره مرستې نه وركول بللي دي. موږ د القاعدې 240 غړي، چې د 26 بېلابېلو هېوادونو غړي وو، نيولي دي.
په 2002ز كې مو د القاعدې د پاكولو ستر عمليات شروع كړل، خبر وو، چې د القاعدې 3530 غړو سره د كورنيو په قبابيلي سيمه كې پناه اخيستې ده، زموږ ټول ځواكونه ورپسې شول، ځاى يې محاصره كړ، جنګ وشو، پاك پوځ د پوره زړورتيا ښكارونه وكړه. القاعده والو زموږ عسكرو ته د تلاشۍ اجازه وركړه؛ خو كله چې دوى ننوتل هغوى حمله پرې وكړه دوه القاعده وال ووژل شول او تري تم او وتښتېدل، موږ په دې هم خبر وو، چې د القاعدې شاته د ځايي خلكو لاس دى، موږ قواوې برابرې كړې؛ خو د امريكا د چورلكو مرسته ژر را ونه رسېده، هغوى كړې وعدې پوره نه كړې؛ نو ځكه هر څه پخپل ځاى پاتې شول.
¯¯¯