شعرونه
غزل: شهاب الدين شهاب
ما خوخپـــــــله مينه ستا ښکلا نه په لاس راوړه
مينه کې ثواب دی خو چې نيت پکې صفا وي
داســـــې يوه فـــتوا مې له ملا نه په لاس راوړه
زه د حــــق وينا ګـــــورئ تر داره پـــــورې يوړم
دغه يوه سزا مې له رښتيــــا نه په لاس راوړه
ګرځمه نن ټـــــــوله ورځ بازار په بــــيه اخـــــلم
دا زړه سيـــــکه مې له پاچـــا نه په لاس راوړه
زړه ته به يې تېره کړمه ستا له لوري راغــــله
ښکلې يوه وږمه مې له هوا نه په لاس راوړه
نن ورځ هسې تېره شوه په تا باندې شهابــــه
خيال کا، که څه ګټه دې سبا نه په لاس راوړه.