راليږونکی :ډیوه اریوبۍ
د راليږونکي پته :dewa_aryobay@yahoo.com
نيټه : 23-05-2008
د اریوب د پاڼې درنو چلوونکو وروڼو سلام
دا د بدرۍ یو نظم دی هیله ده چې په همدې د اریوب په پاڼه کې خپور شي نه چې کومه بله پاڼه کې مننه
( مساپره )
هغه ورځ به ایله راشې
مساپره لیونیه
منم رابشې تر کلي
غریبي به دې پرییښي
او خاني به ټوله راوړې
چې د کلي په ها بر اړخي راواوړې
سترګې پټې ، او یوه لویه ساه به واخلې
څو شیبې به پلونه تم کړې
منم یاد به دې ها وخت شي
چې غریب وې یو دهقان وې
چې به بیل دې و په ولو
پوله پوله به دې چاڼ کړه
په راغه به نظر تیر کړې
ها وزوکي به دې یاد شي
چې په شا به دې وې غنې
ستړی ستړی به روان وې
خو به زر پل ګړندی کړې
سر به لوړ غاړه تازه کړې
د خپل شنډ پټي په مینځ کې
د محل سوچ به دې واخلي
خو چې کلي ته رالنډ شې
غلي وګورې چینې ته
تش ګړي به دې نظر کې
ځینې مات ځینې روغ تیر شي
بیا چې دوه ګامه نور واخلې
له سرونو به پریوتي
مات منګي په لاره وکسې
حیراني به دې شي څکه
ترغوږو به دې ویر راشي
ستا به هم له لاسه پریوځي
ها ډالۍ او سوغاتونه
ګړندي به کړې ګامونه
دروازې پورې به راشې
دنګې دنګې ښکلې جونه
څوک ولاړې او څوک ناستې
د تندیو به خرپا وي
واړه خلک به ته ګورې
ترې الوتې به اروا وي
شنه او سره بنګړي به داسې
لیچې لیچې مات پراته وي
ته به وا چې قافله وي
د بنګړیو چا لوټلي
ټول به لاره درته پریږدي
په غوسه به درته ګوري
ستا به لا زړګوټی پریوځي
دم به وتی دې له خپو وي
ته به غورځې او پاځيږې
څو زما د نګې همزولې
به درواچوي لاسونه
څه په زور او ټيل ماټیل به
نو زما تر سره راشې
)( )( )( )( )( )(
زه به کټ کې داسې ایښې
ته به واېې چې اوده یم
د کاجلو مشکین خال به
شاهیدي مې درته وکړي
چې مې میاشتې او کالونه
هو ،، کالونه او کالونه
ستا راتلو لاره څارلې
هم مسکا به مې په شونډو
څه مغروره شان خوره وي
لکه چا چې شرط ګټلی
د وفا ، او هم وعده وي
ډډ بډ سپین پاسته لاسونه
د نکریزو پرې ګلونه
په دې خیال په دې ارمان به
ما و جوړ ټول بیګاني وي
چې د حورو لوی وطن ته
د پيغلوټو غرنیو
دغه رنګ ځان سره یوسم
ته به ډکې ډکې سترګې
پریشان او زړګی وتي
راته سر ته به مې کینې
خو ای ګرانه لیونیه
څه پرې بیا که چیغې وکړې
تندی ووهې په کاڼو
څه پرې بیا که صحرانی شې
له مجنون نه هم ورتیر شې
څه پرې بیا که دې محل ان
له کشمیره هم ښکاریږي
څه پرې بیا مې که غزلې
د اسمان په ستورو تراشې
چې د ژوند دا بلینډه دې
د راتلو د مخه مړه وي
۲۲-۲-۲۰۰۸