دومره څوک نه شته چې فرياد لره مې ځار ووايـي
نو دا زړګى څنګه تسل کړمه چې اور مه اخـــــــله
خدايه دا يوه دوعا مې خپل در کې منظوره کــــانده
چـــــــې د کوم تور کافر نه هم د هعه مور مه اخله
غزل
مونږه په خپل ژوند کــــې بايللي دي اکسر خوشحالۍ
نه نـــوروز راکړې نه برات او نه اختر خــــوشحالۍ
زما خو ژوند هسې د غــم ژمـــي کـــــنګل کړى دى
خو ستا په ژونـــد کې دې ځليږي لکه لمر خوشحالۍ
اختـــر د هغـــه مبـــارک د چا چې مـور ژوندۍ وي
خداى دې پيرزو لـري په داســې بخـــتور خوشحالۍ
لکــه زمـــــا له ژونـــدانه چې څنګه خداى واخيستې
داسې خو مه اخلې لــه هيچـــا د دلــــبر خوشـــحالۍ
مــــا د غــــمونو ســـــره ســــازه زندګـــي کـړې ده
په اور مې ځکه سـوزوي د زړګــي سر خـــوشحالۍ
مــــور مــــې هــــم مــړه ده انديښمنه د دوعا لپه کې
څــــوک را راوړي د الله لــه خوښکلي در خوشحالۍ