غــــيږ ته به د يار رســـــي که غيـــــږ به د دار ونيسي
ژوند بــه مې په کــــومه لار ځي کوم خوا به لارونيسي

زه ستــــا په معـــصومه ښــــکلا دا رنـــګه دوکه شومه
لــــکه کــــوم مـــاشــــوم چې په خندا ،خندا مار ونيسي

يــــو پـــرهر او ســـل بوسې ټــــوپۍ بــــه ورانوو سره
يــــار دې زمـــا په زړه باندې د هر پرهر شمار ونيسي

عـــظم مــې پښـــتون دى ګـــني ســتا خوا ته درتللى شم
ښــــار بـــــــه د ژړه راځيـــنې دلتــــه اغيــــــار ونيسي

ستــــا د چـــــم په کــــاڼو کـې يې ستا تصوير ليدلى دى
دا چــــې انديښــمن دې کـاڼي ښـــکل کړي ګذار ونيسي

يادګيرنه

 نوموړې غزل د    ( لاخو له خپل ځان نه پردى يمه زه)   کتاب نه اخيستل شوى دى