لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه


دخندا جام: انديښمن ځاځى

  خندا جام شپه د بيلتون به وايه څرنګــــه وصـــال ته رسي هره وعده چې د سبا دې پوره کال ته رسي زما له ډيرې بې صبرۍ نه ولې سر ټکوې په بيلتانه خوهر مين همدغه حال ته رسي غرور کاڼه د ستا غوږونه کړل چې نه يې اورې ګني فرياد د سوي زړه مې ان هلال ته رسي زه تنده غرى د خندا جام دې په نورو ويشې

01.08.2010 اريوب

د سترګو لار : انديښمن ځاځى

    د سترګو لار چې تر داره تلل مې زده دي تــر سنګساره تلـــــل مـــــې زده دي بيا نو يــــــاره پـــــورې رســــم او تر ياره تلــــــــــل مــــــې زده دي سندر مارې ښـــــــــــاپيرۍ چې تــــــــــرينه خپلې کــــــــړمه ډيرې د ســـــ

26.06.2010 اريوب

سپينه کعبه : انديښمن ځاځى

سپينه کعبه ما په لمن پورې ښه سم د مينې تور نيولى ځکه مې زړه د وير په اور باندې نسکور نيولى واوره ! د دهر له ستم نه درته سر ټکوم

15.04.2010 اريوب

د مينې کړنګ : انديښمن ځاځى

د مينې کړنګ نــــــادان وو چې د مــــينې لــــه کړنګه ولــــويــــدو نظرمــــې ماتـــې وخوړه له جنـــګه ولـــويـــــدو ستا در کې وو ولاړ چې څنګه ستا

05.04.2010 اريوب

ارمانجن مازديګري : انديښمن ځاځى

     غمجن مازديګري تيريږي دې پر ما داسې غمجن مازديګري په تا باندې پيرزو شه د وطن مازديګري

22.02.2010 اريوب

غريبان زلمي يو: انديښمن ځاځى

  غريبان زلمي يو مونږ د الفت  د ښاريې يو مينان زلمي يو غربي مينې کړو غريب ساده  نادان زلمي يو په ګريوانو مو مه خنديږئ ليونيان خو نه يو

26.01.2010 اريوب

د ارمانونو ژبې : انديښمن ځاځى

د ارمانونو ژبې پټ الفت ښکاره نه شي لفظونو ژبې کړي دي غږ مه کړه د کلي ديوالونو زبې کړي دي حال د دوو مينو د نغمو په ترنم وايې مات شې اى ربابه ستا تارونو ژبې کړي دي

24.01.2010 اريوب

ستا د مينې وهم : انديښمن ځاځى

  ستا د مينې وهم لکه په سرو ګلو چې سمه سره لمبه تيره شي ستا بيلتانه کې په ما داسې رنګه شپه تيره شي په وير لړلې هيلې وژاړي په چيغو چيغو چې د زلمي ارمان مې کله جنازه تيره شي

18.01.2010 اريوب

تا ته ياد دي کنه ؟ انديښمن ځاځى

  ياره خپل کړي قسمونه تا ته ياد دي کنه ؟ هغه وعدې هغه لفظونه  تا ته ياد دي کنه ؟ چې مو د يو بل د ټول عمر د ميندلو لرل هغه نيمګړي  ارمانونه تا ته ياد دي کنه ؟

14.01.2010 اريوب

درنه ځمه : انديښمن ځاځى

  درنه ځمه لاروى  يم مســـــافر يــــــــــــم درنــــــــــــه ځــــــــــــــــــــــمه قافــــــــــــــــله کې د ســــــــــــــــفر يم درنـــــــــــــــه ځــــمه د

31.12.2009 اريوب

پرهر څه ته وايي ؟ : انديښمن ځاځى

  پرهر څه ته وايې ؟ شيخ څه خبره چې مينه څه ته ډلبر څــه تــــــــه وايي ؟ د شوخو سترګو ګذار څه وي  نظر څــه تــــــــه وايې ؟

30.12.2009 اريوب

غزل : انديښمن ځاځى

  غزل چې مستو مستو بهارونو غيږې خلاصې کړلې وږمې خورې شوې  سرو ګلونو غيږې خلاصې کړلې بلبل د سوز او د ګداز په چيغو بيا راغلى وايي سره ګل د ديدنونو غيږې خلاصې کړلې فرياد،  فرياد هره نغمه هره سندره شوه زما چې مې په خوږ زړه کې دردر

27.12.2009 اريوب

غلا : انديښمن ځاځى

  غلا ملګرو دا يوه پوښتنه کوم زمونږ په ښار کې  د جزاء قانون کې د غله سزا څه شى ده؟ ځکه چې زه په چا دعوه لرمه چې په غلچکو سترګو يې له ما نه زړه غلا کړى يادګيرنه نوموړى آزاد شعر  د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى

20.12.2009 اريوب

د غره سړى: انديښمن ځاځى

غزل  زه چې ستا نه شومه د چا شومه د ځان هم نه يم بدنامه شوم خو د سيال نه شوم په چا ګران هم نه يم ځواني مې داسې هم د چا غمونو لولپه کړه چې زوړ به نه يم خو هغه پخوانى ځوان هم نه يم سر مه څنډه د زنې خال دې ښکلومه ګله د زنې سر دې نه چيچمه دومره وران هم نه يم

17.12.2009 اريوب

پښتون : انديښمن ځاځى

  غزل چې وي پښتون او په خپل ننګ توره اوچته نه کړي يا د ظالم سره په جنګ توره اوچته نه کړي يا د خپل قوم  د آزادۍ د سر لوړۍ له پاره په سپين ډګر او په غورځنګ توره اوچته نه کړي بياخو پښتون نه دى پښتون ورته ويلاى نه شي چې د غليم مخ کې په

15.12.2009 اريوب

انعام : انديښمن ځاځى

  غزل نن چې مې غړپ د ستا د سرو شونډو له جام اخيستى  د خپل ژوندون د ښکلا لور ته مې يو ګام اخيستى د خپل زړګې په ديواله به يې زوړند ساتمه د اور له غيږ نه مې تصوير د ګل اندام اخيستى اف چې دا ستا غرورو مې څنکه غرور مات کړو راته ستا په خ

10.12.2009 اريوب

د عشق ځلور لارې : انديښمن ځاځى

د عشق  ځلور  لارې خمار ومه خمار وم تر خماره خمار  لاړم نګاره ستا له څنګه ان تر داره خمار لاړم د عشق له څلور لارې مې کړه داسې لاره غوره چې ټوله په چړو وه خو تر ياره خمار لاړم د زلفو په ځنګل ګديدل دومره اسان نه وو هر تار خمار خمار وو تر هر تاره خمار لاړم

06.12.2009 اريوب

د مست جنون يادګار : انديښمن ځاځى

 غزل درځو د منصوي مينې سينګار تاوه کوو  بيا ډيره موده پس رواج  د دار تازه کوو اشنا خير که کوڅه کې دې د کاڼو باران اوري په خپلو وينو ستا د کلي لار تازه کوو بهيږي دې په خپلو خولو وينو باندې نه يو  په دې چې ددې وران کلي چنار تازه کوو

03.12.2009 اريوب

پلمه : انديښمن ځاځى

غزل توره تغمه د تور اوربل زما په زړه يې  راکړه يوه خولګۍ مې ترينه غوښتې وه خو نه يې راکړه له حيا تکه سره ،خولې ،خولې شوه سره غرمه شوه لا ښايسته شوه ښايستوکې تلوسه يې راکړه زه د جانان په عادت ښه پوهيږم ښه پوهيږم پلمه به هم راکوي ځکه چې وعده يې راکړه

25.11.2009 اريوب

لشې ،لشې نظر : انديښمن ځاځى

  غزل شپو يم وژلى د سحر لوري ته کډه وړمه داميدو د ښکلي لمر په لوري کډه وړمه نور مې له زغم نه د بيلتون سختې شيبې وتلي ځم يا د دار يا د دلبر  په لوري کډه وړمه ژوند مې سندره شي سندره بې نغمو سندره د مطرب ترنګ ته د ساغر لور ته کډه وړمه

17.11.2009 اريوب

پيغمبره ښکلا : انديښمن ځاځى

  غزل د درد په ګـــــوتو مــــــې پــــــه زړه کــــې پــــرهــــــــــــر وخنــــدوي چې مـــې جـــانــــان لــــه ډيــــــــــــــره کبـــــره نظــــر وخـــــــــندوي ايــــمان ميـــــن شـــــــوى زمــــــــــا پــــــــــــــــه پيغمــــــبره ښـکـــلا ځکـــه د ستــــرګــــو سيپـــارې پــــه پـــــر،

07.11.2009 اريوب

يوه لپه زندګي : انديښمن ځاځى

غزل   پوه نه يم چې به تور شم او که تور به رانه واخلې خو پوه يم چې راګورې د زړه زور به رانه واخلې د خداى روى مې دروړى  نور مې مه سيزه جانانه ښيرې به درته وکړم جانه اور به رانه واخلې له کړس خندا دې ځار شم خو په کړس مه خانده ياره پرهر به مې موسکى شي او ټکور به رانه و

31.10.2009 اريوب

پيغله لمنځه: انديښمن ځاځى

  پيغله لمنځه چې ســــــــتا په ګلورين مخ مــــــې نظـــــــــر پريوتــــــى دى نو غـــــــم مې په زړګــــــي لکـــــــــــه د غـــــــــر پريوتــى دى ســـــــتا سترګو که يې ګـــــــورم لټوم يې کـــــــه پيداشــي زړګـــــــــى رانه د عـــــــــــــشق په سمــــــــــــندر پريوتى دى

29.10.2009 اريوب

غزل : انديښمن ځاځى

غزل نه په خوراک نه به څښاک او نه په سـا  ژونـــــــــدي يو مونږ مينان يو بس په ناز او پـــــــــه ادا ژونــــــــــدي  يو د پتــــــنګانو نه مو زده د عشــــق دستـــــــــــور کړى دى هم پرې سوزيږو هـــــــــــــــم د ګل مــــــخ په رڼا ژوندي يو د يار د لبو نه بوســــــــه کې شيــــــــخ ګنــــــــ

26.10.2009 اريوب

معصوم يې لکه ګل : انديښمن ځاځى

  ژوندى چې ستا په نوم يم ته هغه شرين جانان يې که ګل يې که ازغى يې ګله زما يې زما ځان يې خپل ځان هم راته ګران دى خو بس  ستا دپاره ياره خو ته بيا له خپل ځان نه راته څو څو وارې ګران يې ښيرې د ځواني مرکي مرګ رقيبه درته نکړم په دې چې ګوندې ته به هم د چا د زړه ارمان يې

21.10.2009 اريوب

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more