خندا جام

شپه د بيلتون به وايه څرنګــــه وصـــال ته رسي

هره وعده چې د سبا دې پوره کال ته رسي

زما له ډيرې بې صبرۍ نه ولې سر ټکوې

په بيلتانه خوهر مين همدغه حال ته رسي

غرور کاڼه د ستا غوږونه کړل چې نه يې اورې

ګني فرياد د سوي زړه مې ان هلال ته رسي

زه تنده غرى د خندا جام دې په نورو ويشې

دغه ثواب چې ته ګټې دا به اوبال ته رسي

رقيبه !پوه چې په پښتو نه شې نو وپوهيږه

دا فيصله به زما او ستا خدايګو جنجال ته رسي

ترينه سندره د نغمو په تار کې کې وپيمه

هر يو مضمون چې د ښکلا دې زما خيال ته رسي

چې پکښې نغښتې رنګينۍ وي د اشنا د ښکلا

نو بيا څه شک چې وايم شعر زما کمال ته رسي

لاس که مې عرشه پورې هم ورسي شک به لرم

چې په کوم زور به زوروې د ستا شال ته رسي

که يې لايقې  وي په خاورو يې بيا مه تويوه

وينې د خوږ زړه مې که چرې د ستا خال ته رسي

د انديښمن په دې ريښې ګريوان چې تل خنديږي

دغه غرور به دې يوه ورځ ګله زوال ته رسي

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى