ستادسمال

++++++++++++++++++++++
ډير کلونه ما تاته
په زړه کې ځای ساتلی و
ستا د يو ليدو په طمع
زړه ډير ژړيدلی و
هسې ښاپيرۍ مې
د روح غوږ ته بګنيدلې وې
چې ورشه يار ته ورشه
ستا په طمع ستا په هيله دی
ناست د زړه تيارو کې
شمع يې مړه پتنګ يې ستړی دی
ورشه ورته جوړه کړه
د مينې دنياګۍ نوي
ورکړه هومره مينه
چې دې زړه کې نازولی دی
څومره په هوس مې
ستا دلوري مزل وکړلو
ستا دخيال هوما سره مې
يو ځای پرواز وکړلو
څومره په ارمان او په تکل
راغلم درشل ته ستا
زه دې ومه تږې دديدن
راغلم وطن ته ستا
راغلم ستا جونګړې ته
خوږه شانې فضايې وه
ښکلي پاکيزه
لکه رڼو اوښکو دعا مې وه
خوا کې دې وم ناسته
خو
په زړه کې نا کراره وم
ستا د لويې مينې
په تيارو کې سرګردانه وم
تا راته کتل
او په کتو کی دې عظمت و ډير
زما او زما زړه ته
دقدرت لوی عنايت و ډير
زه د مينې ناوې
د سر شال مې د ارمان ځولۍ
ستا در ته راغلي مې
دمينې دسلګو ډولۍ
تا چې
راته داسې په عزت
دستمال په -پښو خور کړو
مينې ته زما دې
دپاکی لوی شفاعت وکړو
تانه چې راتلمه
ستا دستمال
راته ځولۍ شوله
وغوړيده مخ ته
دارمان ښکلې کيږدۍ شوله
ما ويلې چې
جانه !
دا دستمال به دې زما شينه
تا ويلې چې واخله
دا دستمال دې جار له تا شينه
تشې رانه مه وړه
دا څلور کتابه واخله ته
دا د پيغمبر
د احاديثو مجموعې واخله ته
تا په هر کتاب کې
راته ډير حرمت ليکلی و
زما سترګو کې
تا دزړه د مينې
راز لوستلی و
تت هسې چې ما ستا په غزل کې
ځان موندلی و
ستا رومال کې نغښتې
ازلي مينې يو راز دی زما
ستادستمال خو ماته
مقدسه جای نماز دی زما
ستا دستمال به ما سره
داوښکو همرازي کوي
تل به زماپه غيږه کې
اميل سره بازي کوي
لمونځ ته مې پوړنۍ
په دعا به رويباري کوي
رب ته به زمونږ
د پاکې مينې خوا زاري کوي
کله چې دمرګ سيوری
زما په ژوندون پريوزي
راشي ځنکندن مې
دزړګي په وطن کيوزي
ته مې قدردان شه
ددې حقو ميلمنو ګوره
مخ مې کړه قبلې ته
بيا مې وچې کړه خولې ګوره
خور مې په لمن شه
څنډه واچوه په زړه راته
ومې تړه ځنې
راچاپيره کړه ګريوان راته
وړي چې مې لحد ته
رانه تاوکړه د ارمان غيږه
پرې مې نږدی ګوره
چې يوازې په لحد غيږ ه
ګوره اې جانانه
هر غزل دې د ژوند راز دی زما
ستا دستمال دژوند
دتقدس پوره نياز دی زما
دا به په دنيا عقبا
دزړه په سر ساتمه زه
ځان سره جوړه به يې
بيا تور لحد ته وړمه زه