غزل : شمعه شوګير
زمـــــــاغزل هــــم داشنــــاوجــــــــود دی
له ګل نازک دی دښــــــــکلا وجود دی
کلک يې ونـه ګڼئ مـــــــــاتيږي زړونه
زړه دخنــــــدا اودژړا وجـــــــــــــــود دی
هسې به يې، پرې تېروتلی ګـــــــــوره!
دا ائينه رنګی خو زمـــا وجـــــــــود دی
يو د يوبل سره مـــــــونږ دومـــــره نږدې
فرق يې مشکل دی چې دچاوجود دی
په شمعـــه مالګـــــــــــوئ تورهمځلــــــو
داپــه تيـاره کې درڼـاوجـــــــــــــــــود دی
27.07.2010
- اريوب
ورېنداري ته وايه موږ وبخښه
زحمتونه یې ګالل دهر چا خبري يې زغملې هرڅه به یې پرځان وړل خو چا یې هیڅ فریاد نه واورېدی . پرځوانۍ کونډه سوه دواده دوهم کال یې وچي خاوند " تورګل" یې دموټر دجنګېدو په پېښه کي مړ سو . دخاوند تربرو به هرکله چخني او کږې خبري ورته کولې او هر یوه به جلا – جلا په زړه کي ګوړي ورته ماتولې ، شاپېرۍ به یواځي داورته ویل : تاسي خو لږ صبر وکړئ چي زما "عیده " خو تېره سي .لنګه غوا ، داخترپسه او څو تلتکه چي ول...
01.08.2010
- اريوب
ستادسمال
++++++++++++++++++++++ ډير کلونه ما تاته په زړه کې ځای ساتلی و ستا د يو ليدو په طمع زړه ډير ژړيدلی و هسې ښاپيرۍ مې د روح غوږ ته بګنيدلې وې چې ورشه يار ته ورشه ستا په طمع ستا په هيله دی ناست د زړه تيارو کې شمع يې مړه پتنګ يې ستړی دی ورشه ورته جوړه کړه د مينې دنياګۍ نوي ورکړه هومره مينه چې دې زړه کې نازولی دی څومره په هوس مې س...