غزل : رحيمه پشتونجار
زه داسې ورکه په غربت کې درنه لـيرې ښـــــــــه يم
زړه ته نږدې خو په فـرقت کې درنه ليرې ښـــــــه يم
زه دوطن نـه ستـــــا د ژونــد نه ســتا دکلــي لــيرې
پنـــاه د مـــــــخې په هــجرت کې درنه ليــرې ښه يم
خوږه ګناه يـمـــــــــــه په غــاړه به دې څــه پـريــوځــم
د مات کچکول په سخاوت کې درنه لـيرې ښه يم
ولې مــې بــولې د شــــــــــاعــر د تخــيل زنــدان تــه
ستا د غــزل د درد لــــــــذت کې درنه ليــرې ښــه يم
زه ماتـه ماتــه يــم لـمـبه يم دســــپرغــــــــــو چــغه يم
د ديــدنونو په الفـــت کې درنه لــيرې ښـــــــــــــه يــم
01.08.2010
- اريوب
خندا جام
شپه د بيلتون به وايه څرنګــــه وصـــال ته رسي
هره وعده چې د سبا دې پوره کال ته رسي
زما له ډيرې بې صبرۍ نه ولې سر ټکوې
په بيلتانه خوهر مين همدغه حال ته رسي
غرور کاڼه د ستا غوږونه کړل چې نه يې اورې
ګني فرياد د سوي زړه مې ان هلال ته رسي
زه تنده غرى د خندا جام دې په نورو ويشې...
08.08.2010
- اريوب
غــــــزل څومره په نازدزړوپربام ځې چې راونه غورځې جينۍ! كمكۍ يې په سترګام ځې چې راونه غورځې مخ په مړوند كله پټېږي په دې ښه پوهيږم ته خپل مين ته په سلام ځې چې راونه غورځې دځوانۍ نوى اور دې زړه دلمس په شګوولي كه داوموشيدوترجام ځې چې راونه غورځې نن دزيارت نغرى بياغواړي دنذر ډوډۍ ته دجمعې په شپه مدام ځې چې راونه غورځې ها ليونى جلان په مينې پسې ځان مړكوي هلته به ته ډېره پر ب...