غــــــزل
څومره په نازدزړوپربام ځې چې راونه غورځې
جينۍ! كمكۍ يې په سترګام ځې چې راونه غورځې

مخ په مړوند كله پټېږي په دې ښه پوهيږم
ته خپل مين ته په سلام ځې چې راونه غورځې

دځوانۍ نوى اور دې زړه دلمس په شګوولي
كه داوموشيدوترجام ځې چې راونه غورځې

نن دزيارت نغرى بياغواړي دنذر ډوډۍ
ته دجمعې په شپه مدام ځې چې راونه غورځې

ها ليونى جلان په مينې پسې ځان مړكوي
هلته به ته ډېره پر بام ځې چې راونه غورځې

سيدجيلاني جلان

نوموړى غزل  ګلپاڼو تڼ کتاب نه اخيستل شوى دى