شمعه شوګير
غزل
هيلې ارمــــــــــــانـونه انتــــــــــــظارکوي
څه شوې ګلابـــــــــونه انتـــــــــــظارکوي
کال کې پشـــکال وي خوزمــــاسترګې
هروخت بارانــــــــــــــونه انتــــــظارکوي
داسپرلی خــــــو هـــم په تېرېدو دی لاړ
چا وې چې وختــــونه انتــــــــظارکوي؟
مانه مې هروخت زړګی پوښتنـــه کړي
چـاته سره لاســـــــــــــونه انتـــــظارکوي
شمعــه لـــــــــــه شــــــوګیر سره بالـده ده
خيردی که غمــــــــــــونه انتــــــــظارکوي
شمعه شوګير
08.08.2010
- اريوب
غــــــزل څومره په نازدزړوپربام ځې چې راونه غورځې جينۍ! كمكۍ يې په سترګام ځې چې راونه غورځې مخ په مړوند كله پټېږي په دې ښه پوهيږم ته خپل مين ته په سلام ځې چې راونه غورځې دځوانۍ نوى اور دې زړه دلمس په شګوولي كه داوموشيدوترجام ځې چې راونه غورځې نن دزيارت نغرى بياغواړي دنذر ډوډۍ ته دجمعې په شپه مدام ځې چې راونه غورځې ها ليونى جلان په مينې پسې ځان مړكوي هلته به ته ډېره پر ب...
18.08.2010
- اريوب
ازادي ازادي د ژوند د پيغلې ګاڼه بويه ازادي د سل رنګه ښايست چېنه ده ازادي د وړانګو دنګه ميناره ده ورنسکوره هره ګل ګل زمانه ده چې پراته يې منځ کې واړه کاينات دي ازادي د قدرت هغه دايره ده انسانيت چې يې د ذوق پر شونډو لولي د فطرت په لاسو کښلې ترانه ده ازادي دکيف لبريزه پيمانه ده لکه مور لکه جانان ،جانان خوږه ده. ــــــــــــــــــ ازادي د باد ورغوي کې ډيوه ده نو اسان يې بلول نه دي جانانه ازادي تازه پ...