ازادي
ازادي د ژوند د پيغلې ګاڼه بويه
ازادي د سل رنګه ښايست چېنه ده
ازادي د وړانګو دنګه ميناره ده
ورنسکوره هره ګل ګل زمانه ده
چې پراته يې منځ کې واړه کاينات دي
ازادي د قدرت هغه دايره ده
انسانيت چې يې د ذوق پر شونډو لولي
د فطرت په لاسو کښلې ترانه ده
ازادي دکيف لبريزه پيمانه ده
لکه مور لکه جانان ،جانان خوږه ده.
ــــــــــــــــــ
ازادي د باد ورغوي کې ډيوه ده
نو اسان يې بلول نه دي جانانه
ازادي تازه په يو سمندر وينو
تش په خوله يې لوړ ساتل نه دي جانانه
ازادي راوړل د قاف غره ماتول دي
د پاخه فصل ريبل نه دي جانانه
ازادي د لمر د بام پر سر قدم دی
دخپل کور بام ته ختل نه دي جانانه
ازادي ده د جاهل دور وژنه
ازادي د ورور وژل نه دي جانانه
ـــــــــــــــــــــــــــ
له ادمه تر دې دمه پرې ژوندي يم
ازادي زما سمبول زما نښان دی
رڼه ستوري لکه اوښکې پرې راوري
دا زما د ازادۍ د عشق ګريوان دی
د نړۍ د ازادۍ د تاريخ يون کې
طلايي تاريخ زما په کې روان دی
زما وجود د ازادۍ له خټو جوړ دی
ازادي زما مذهب زما ايمان دی
چې پر سر مې د وياړونو توغ رپيږي
نوم مې ګران افغانستان افغانستان دی
۲۸ زمري ۱۳۸۷
سيدجيلاني جلان - کابل –انټر کانټينټل هوټل . دا زادۍ مشاعره