بې اتفاقه نظري
قلمه تا کې د دردنو افساني ښکاري بيا
چا د ښايست جنازي وکړي هديري ښکاري بيا
د ژوند ګريوان لا تار په تار دی غونډيدي کله شي
د وطن غېږکې د ليلا سترګي چې سري ښکاري بيا
د وخت کنډر لېونی شوی عقل ړوند په سترګو
سپينه رڼا کې د تورتم توري تياري ښکاري بيا
چا په ليلا ننګه ونکړه اوس خفه ده ليلا
د غېرت وخت کې د غېرت لمبي هم مړي ښکاري بيا
د مينې کور مې تالا کېږي ژبه ګونګه ده څنګ
د زړه په کور مې د سيلاب خړي څپي ښکاري بيا
دا چې خوړلی دی قسم مونږ ته نژدي نه راځي
نسيمه ستوريه بې اتفاقه نظري ښکاري بيا
18.08.2010
- اريوب
ازادي ازادي د ژوند د پيغلې ګاڼه بويه ازادي د سل رنګه ښايست چېنه ده ازادي د وړانګو دنګه ميناره ده ورنسکوره هره ګل ګل زمانه ده چې پراته يې منځ کې واړه کاينات دي ازادي د قدرت هغه دايره ده انسانيت چې يې د ذوق پر شونډو لولي د فطرت په لاسو کښلې ترانه ده ازادي دکيف لبريزه پيمانه ده لکه مور لکه جانان ،جانان خوږه ده. ــــــــــــــــــ ازادي د باد ورغوي کې ډيوه ده نو اسان يې بلول نه دي جانانه ازادي تازه پ...
23.08.2010
- اريوب
عبدالهادي هادي د ګران افغانستان د خپلواکي د يو نوييمې کليزې په وياړ: د شهادت کيسه ۱ آزادي ، د تورو کرښو تر منځ سپينو پاتې شويو فاصلو ته وايي. آزادي ، د ويړې ځمکې ، د اوبو او د هوا ، د شهادت يوه بې پايه کيسه. آزادي ، زموږ د وينو ويالې، چې څه بيځايه ، بې مانا او په ناحقه ولاړې. آزادي ، د يوې نوې کشفيدونکې سيارې ، د اوسيدونکو، بې مفهومه ژبه ، چې يې مانا زموږ په ذهن...