عبدالهادي هادي
د ګران افغانستان د خپلواکي د يو نوييمې کليزې په وياړ:

د شهادت کيسه
۱
آزادي ،
د تورو کرښو تر منځ سپينو پاتې شويو فاصلو ته وايي.
آزادي ،
د ويړې ځمکې ،
د اوبو او د هوا ،
د شهادت يوه بې پايه کيسه.
آزادي ،
زموږ د وينو ويالې،
چې څه بيځايه ، بې مانا او په ناحقه ولاړې.
آزادي ،
د يوې نوې کشفيدونکې سيارې ،
د اوسيدونکو،
بې مفهومه ژبه ،
چې يې مانا زموږ په ذهن کې نشته،
لا يې يواځې ،
موږ په خوب کې ګورو.


۲
کلونه مخکې ،
څو سرزورو ، شمله ورو ،
غاړې جګې نيوې ،
هغوی د ځمکې او اوبو او د هوا ،
په بدل وينې ورکړې،
دغو سر زورو زورورو ،
آزادي وګټل.
۳
آزادی ،
نوم دی ،
مانا هيڅ نه لري.
آزادي ،
زور ته وايي،
ديموکراسی  ته وايي؟،
چې زورور ،
د دنيا ټول واګي په لاس کې لري.
۴
دا دی کلونه وروسته،
زموږه ورونه ،
د پلرونو ، نا خلفه بچي،
د سرو شرابو په نيشه کې،
چار خانه څادر په ځمکه ولي،
او ،
خړ پکول ، د خپل غرور نښانه ،
له ډيره شرمه پټ په ترخ کې نيسي،
بيا د هماغې جنډې سيوري ته ،
د خپلې آزادي نوې کلیزه نمانځي ،
چاته چې موږ د آزادي په بدل وينې ورکړې .
آزادي ،
دې ته وايي ؟؟؟؟؟

عبدالهادي هادي