پښتو

ټول بدن د غوښې خو د زړه غوښه خو غوښه ده
ژبې خو دي ډېرې خو پښتو مې ډېره خوښه ده

دې ته سور غرور هم ګونډه ماتی شي سجدې کوي
دا د پسرلي شړۍ د لمر پر اوږو خښه ده

وخت څومره ساده دی چې ټپې مو په رسۍ تړي
چا پر شګو رېګو د درياب نيولې مخه ده

ماترې د زړګي جنت جنت کابل جوغدي راوړو
دا بره کوڅه خو راوتلې له دوزخه ده

هوډ دې د قاتلې تندې مات شو چې حلال دې کړم
څنګه ده جانانه اوس دې اور اور سينه يخه ده ؟

نن خو يې د څڼو په پستو ګوتو کې ماته کړه
ستا جلان د ستا لمن کې پروت لکه شنه پخه ده

سيدجيلاني جلان

په قافيه کې د (ښ) او (خ) د نه مراعتولو له کبله بخښنه غواړم

يادونه :- دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى