تصوير
ما د چنار د پاڼو شاته
د آسمان لمنه
د ورکو،ورکووريځو ها خوا
لټوله ګنې
که د شينکي مخ په هنداره کې ئې
ستا د رڼو سترګو
تصوير وګورم
په فولکس ګارتن کې د چنار ونې تر لاندې
23.08.2010
- اريوب
پښتو ټول بدن د غوښې خو د زړه غوښه خو غوښه ده ژبې خو دي ډېرې خو پښتو مې ډېره خوښه ده دې ته سور غرور هم ګونډه ماتی شي سجدې کوي دا د پسرلي شړۍ د لمر پر اوږو خښه ده وخت څومره ساده دی چې ټپې مو په رسۍ تړي چا پر شګو رېګو د درياب نيولې مخه ده ماترې د زړګي جنت جنت کابل جوغدي راوړو دا بره کوڅه خو راوتلې له دوزخه ده هوډ دې د قاتلې تندې مات شو چې حلال دې کړم څنګه ده جانانه ا...
01.09.2010
- اريوب
غزل : شمعه شوګير پـــه موسيقۍ دبنــــــــګړو نـــــه پوهيږي جــــــانان د ژوند په خــــواږو نه پوهيږي دشوم ارمـــــــان کــــــــډه ترې چرته يوسم چې پــــــــــــه تقسيم دغمــــــو نه پوهيږي دژوند په رنګ چې رنګيدلي څوک وي هغــــــــــــــه په ناز اونخـــــــرو نه پوهيږي دګل دکم عمر احســــــــــــاس نــــــــــه لري څــــوک چې په بوی دخوشبو نه پوهيږي بې ننګـــــــ...