غزل : شمعه شوګير
پـــه موسيقۍ دبنــــــــګړو نـــــه پوهيږي
جــــــانان د ژوند په خــــواږو نه پوهيږي
دشوم ارمـــــــان کــــــــډه ترې چرته يوسم
چې پــــــــــــه تقسيم دغمــــــو نه پوهيږي
دژوند په رنګ چې رنګيدلي څوک وي
هغــــــــــــــه په ناز اونخـــــــرو نه پوهيږي
دګل دکم عمر احســــــــــــاس نــــــــــه لري
څــــوک چې په بوی دخوشبو نه پوهيږي
بې ننګـــــــــه نه يم، زه هم زړه لرمـــــــــــــــه
شمعې زلمي په پښتــــــــــــــو نه پوهيږي
26.08.2010
- اريوب
تصوير ما د چنار د پاڼو شاته د آسمان لمنه د ورکو،ورکووريځو ها خوا لټوله ګنې که د شينکي مخ په هنداره کې ئې ستا د رڼو سترګو تصوير وګورم
په فولکس ګارتن کې د چنار ونې تر لاندې
...
05.09.2010
- اريوب
ګلرنګ ماشوم ته د زرکې او کارغه قيصه
زه بيداره يم له ما خويو غزل نيمګړی پاتېته تراوسه نازنينهولې ويښ ېې ، للو نه کړېنيمه شپه ده خلکو دوه انډه خوب کړیته دې ځرځې سترګې اوس همرپوې او بيدار پروت ېېوی له ما خو په خدای هير وچې قيصې ته انتظار ېېنن خو ډير مې په سر درد او زړګی ستړینن د کوم( غازي داستان )به درته وايمنه د( ځوان سالار) تاريخ درته لوستی شمخو ځه دې قيصې ته ښه غوږ شه ګلرنګه...