ګلرنګ ماشوم ته د زرکې او کارغه قيصه


زه بيداره يم له ما خو
يو غزل نيمګړی پاتې
ته تراوسه نازنينه
ولې ويښ ېې ، للو نه کړې
نيمه شپه ده خلکو دوه انډه خوب کړی
ته دې ځرځې سترګې اوس هم
رپوې او بيدار پروت ېې
وی له ما خو په خدای هير و
چې قيصې ته انتظار ېې
نن خو ډير مې په سر درد او زړګی ستړی
نن د کوم( غازي داستان )به درته وايم
نه د( ځوان سالار) تاريخ درته لوستی شم
خو ځه دې قيصې ته ښه غوږ شه ګلرنګه
دا به لږه شان پيکه ، لږه اوږده وي
ځای په ځای کې پيچيدلې
زه به ډيره هڅه وکړم
چې د ستا د زهن رؤ سره ېې بوځم
شايد مينځ کې ېې اوده شې
کوندې نيمه کې شي پاتې
خو ځه ته نو که اوده شوې
پاتې برخه به ېې بله شپه کې واورې
ها غه شنه دره چې مات پکې ديوان شول
ها چې توغ ېې د بري له (قافه ) راوړ
ها چې ډکه له يتيمو ، له ورور مړو
په هماغې شنې درې کې يوې زرکې
یو دم ، نوی ، څه عجيب شان الوت وکړ
هر يو پل ېې له شپيتو تالونو ډک ؤ
مسته غاړه کې ېې درې اويا سورونه
هر اهنګ کې ېې اتيا رنګه راګونه
زرکه نه وه ، تا وې ِورد بس د( داوٌود ( ع)) دی
په لومړۍ غاړه ېې ستوري په ژړا کړل
د خيالو چرچې ېې لوړې تر اسمانه
هر لپه کې ېې ځای بحر کاهيل و
زرکه ښکلې مقدسه مسلمانه
د زړګي راهيل کې ايښی ېې قران و
له خبرو وريدې ېې ملغلرې
ولايت ېې د خپل زړه سپځلی نيت و
ضرور کړی کوم يو پير ورته دعا وه
زرکه ناسته د خپل غره په يو نښتر کې
په نظر کې ېې راټوله شنه دره وه
شنه دره يوځلې بيا په وير لړلې
شنې درې کې يو ځل بيا د اور توپان و
شنه دره یو ځلې بيا د ولکې لاندې
شنې درې کې يو ځل بيا پردۍ لښکرې
زرکې ټوله ورځ ليدلې ناخوالې به
اوريدلې ېې د غره د مرغکيو
له هيبته ډکې کوکې
او ليدل به ېې په غبرګو
ګلالي واړه بچي د شنو طوطيانو
او کوترې به شهيدې ځای په ځای وې
بې بڼکو ، بې مښوکو بې پاپيو
زرکه ښکلې مقدسه مسلمانه
په احساس باندې غښتلې له ازل وه
نو ېې پريښودې له ناز ه ډکې غاړې
تکبيرونه ېې کړل غبرګ په ترنم کې
څو بازان ېې ګړنګونو کې راويښ کړل
زرکه ناسته د خپل غره په دنګ نښتر کې
شرنګ د تورو ېې بيل رنګ په درې خپور کړ
ټپې ټوپې ېې سندرې کړې له مخه
د ها تکو شنو طوطيانو
او له ناز ډکو بلبلو
چې پنجرو کې ساتل شوي
رالوی شوي غلامان وو
زرکه ناسته د درې په دنګ نښتر کې
په اسره د الهي وه
يوه ورځ ېې په بڼګې
له حکمت ډکې خبرې
د يو باز په نوم تراش کړې
دغه باز ياغي صفته
چې وختونو له سلګونو غرو راغونو
له درې و پنا کړی
دغه کرښې په حکمت باندې اوبدلې
چې زما د درې بازه
زه په دنګ نښتر کې ناسته
تش اسره مې د لوی خدای ده
خدای راکړی لوی جمال دی
نه مې خوا کې کوم غښتلی
نه په نوم د کوم سرزوري ښکلي زرک يم
نو ويريږم نه چې کوم يو
ليونی شانې زرک پاڅي
د زړګي هوس لمبه کړي
هره هيله کړي خماره
زما تصوير په زړګي نقش کړي
هسې نه چې ټول تالونه مې ګونګي کړي
هسې نه چې مې د ټنډې پره داغ کړي
نو ماشومه ګلورينه نازنينه
دې بڼکې باندې ليک د حکمت کرښې
د باز زړه باندې انځور شوې
خپل وزرونه ېې د زرکې په سر کيښول
د ملا تړ غږ ېې په شنې درې کې خپور شو
ګنې لاره د باز بيله وه له زرکې
وو په ژوند کې ېې یو دوه ځله ليدلي
زرکه لرې وه د باز له خوی خصلته
خو ها څو له حکمت ډکو کرښو يو کړل
مودې واوختې کاروان د ژوند روان و
ناورين ورځ په ورځ دره کې په غورځنګ و
زرکه ناسته لا هماغسې نښتر کې
لا ېې زور د تکبيرونو په څپو وو
اقتدا ورپسې ډيرو زرکو وکړه
هم طوطيانو ، مرغکيو تکبير پيل کړ
ددرې په هر تنګي او هر راغه کې
د کوترو او د مستو مستو زرکو
په ټپو د زرکې زړونه مالا مال وو
ها چې لمر ېې په بلۍ لومړۍ راخيجي
د ياغي باغي بازانو له مالته
ها چې بيل بيل ېې الوت دی
د سهار تر ستورو کړی
د هماغو له کنډوه
يو کارغه غاړه تازه کړه
د کارغه زړه د خپل مخ په رنګې تور و
چې به کله ېې د زرکې راګ تر غوږ شو
شنه لوخړه به ېې پورته له زړګي شوه
د الله په قدرتونو ېې کړه رخه
زړ ه ېې ستړی و له خپله کاغه کاغه
ده همدغه غاړه زده وه
خپل دې بغ غږ ېې خوړلي وو غوږونه
نوتکل ېې په زړګي کې په ټوپونو
تګ د زرکې ېې ارمان د خپل نوښت شو
خپل ټولګي ورته لاباټې په زړه بار کړې
ده هم واخيستل مستۍ کې قدمونه
هی قربان دې شم ګلرنګه
ستا خو سترګې ورغلي
نيمه شپه ده چې به ته نو
د قیصې په کوم پړاو کې اوده شوی
صدقه دې له دې ښکلو ښکلو سترګو
قيصه پاتې نيم پړاو ده
ځه صبا شپه به دا نوره درته وکړم