غزل
مه وېرېږه له ښېرا په توره شـــپه کې
ستا ډېوه ده زما دعـا په تـــوره شــپه کې
ته د قدر په لټون شپې کړه شـــوګـېرې
هم ثواب دې هم خرما په تـوره شـپه کې
د اعظم نوم به دې هله در په زړه شـي
چې ګوګل دې شي رڼا په توره شپه کې
په جنت به دې تڼاکې د پښـو ښکل کړې
چې دوزخ ته دې شي شا په توره شپه کې
مېنه راکړه چې تعوېذ مې د اوربل کړم
ښکلوم بې هر بېګا په توره شـــپه کـې
05.09.2010
- اريوب
ګلرنګ ماشوم ته د زرکې او کارغه قيصه
زه بيداره يم له ما خويو غزل نيمګړی پاتېته تراوسه نازنينهولې ويښ ېې ، للو نه کړېنيمه شپه ده خلکو دوه انډه خوب کړیته دې ځرځې سترګې اوس همرپوې او بيدار پروت ېېوی له ما خو په خدای هير وچې قيصې ته انتظار ېېنن خو ډير مې په سر درد او زړګی ستړینن د کوم( غازي داستان )به درته وايمنه د( ځوان سالار) تاريخ درته لوستی شمخو ځه دې قيصې ته ښه غوږ شه ګلرنګه...
07.09.2010
- اريوب
بله شپه او ماشوم ته د قیصې پاتې برخهستا بيګا شپه ګلورينهد قيصې په نيمايي کېښکلې سترګې وې ورغلېشپه پخه وه ستوري هم دومره خمار ووتا به ويل چې به راغورځيماته هم خوب غلې غلېله ناز ډکې ټالۍ راکړېزه دې هم خوا کې اوده شوماوس به بيا درته هماغه قیصه پيل کړمه ګلرنګهخو پوهيږم نه چې ته به د قيصې په کوم پړاو کې اوده شویځه کارغه نه به ېې پيل کړمچې د زرکې غاړې وړی ترې جهان و...