بله شپه او ماشوم ته د قیصې پاتې برخه
ستا بيګا شپه ګلورينه
د قيصې په نيمايي کې
ښکلې سترګې وې ورغلې
شپه پخه وه ستوري هم دومره خمار وو
تا به ويل چې به راغورځي
ماته هم خوب غلې غلې
له ناز ډکې ټالۍ راکړې
زه دې هم خوا کې اوده شوم
اوس به بيا درته هماغه
قیصه پيل کړمه ګلرنګه
خو پوهيږم نه چې ته به
د قيصې په کوم پړاو کې اوده شوی
ځه کارغه نه به ېې پيل کړم
چې د زرکې غاړې وړی ترې جهان و
زړه ېې تور و د خپل مخ به رنګ ناولی
د الله په قدرتو ېې کړله رخه
زړه ېې موړ و بس له خپله کاغه کاغه
ده همدغه غاړه زده وه
خپل دې بغ غږ ېې خوړلي وو غوږونه
نو تکل ېې په زړګي تقليد دزرکې
په يو وچ چينار کې کیناست
خپل وچ بغ غږ ېې نری کړ
خپل کاغ کاغ ېې څه په نوی رنګ کې ووې
هر انداز ېې د يوې زرکې په خوی وکړ
خپلو هم سلا کارغانو پرې واه واه کړل
لا ېې زړه کې د نوښت هوس په جوش شو
لا ارمان د باتورۍ ېې زړه کې خورند
چې د زرکې له هر راګه ډکه غاړه
چې د خپل چټک مزل د پاره پرې کړي
خو کارغه دې ته پام نه و
چې کارغه بيا هم هماغه تور کارغه وي
زرکه خدای دې پيدا کړې مقدسه
زرکه پاکه مسلمانه په زړه سپينه
خپل يقين ېې په ګومان باندې غالب و
يوه ورځ ورته کارغه سلام راووې
کارغه غږ و نری کړی
زرکې څه په ورين تندي ېې سلام واخيست
کارغه خپله شجره ورته بيان کړه
کله څنګه ، کله څنګه پړاوونه
زرکې هم ورته له خپل ټبره ووې
هم ېې پته د خپل دنګ نښتر بيان کړه
زرکه خوښه زرکه مسکه او ډاډه شوه
چې اخ شکر يوه زرکه مې شوه مله
خو خبره پدې نه وه
چې کارغه دی او دا غږ ېې نری کړی
خوی ته رنګ ېې دی ورکړی
په عادت د مستو زرکو
کارغه لرې و د زرکې له نظره
يوه ورځ ېې ورته ووې
زرکې ستا په مٌریدۍ کې مې درواخله
زه غريبه څوک مې نيشته
غواړم وکړم پروازونه
د مکې وکړم سيلونه
مدينه مې په زړه اووري
نو دعا به درته وکړم
په الوت مې د خيالونو
يو سپيڅلی راګ را زده کړه
په نغمو کې ستا په شانې
اور ورينه غاړه غواړم
چې اوده بازان راويښ کړم
زرکه پاکه مسلمانه
ترې ېې ځار خپلې ټپې کړې
اهنګونه ېې ورزده کړل
پرې راګونه ېې پاخه کړل
خو کارغه بيا هم کارغه و
بيا به هم ترې سور خطا شو
له سپیڅلې راګ به واوخت
لاوړې ګيتې به ېې پيل کړې
کارغه ټوغ و خپل انداز ته
لږ په نوي رنګ سندرې
ېې له زرکې ځينې زده کړې
لږ ېې نوم درې کې خپور شو
څو بازانو ېې هم وکړه يادونه
يو څو زرکو ېې له جوش وکړه ستاينه
ته پوهيږې ګلورينه
يوه ورځ ېې غلي زرکې ته راووې
چې زما تر چينار راشه
د چينار پته ېې ورکړه
زرکه مسکه ويل ېې نه زما همزولې
زه قربان دې له چينار شم
ته زما تر نښتر راشه
ستا وزرونه خو رک روغ دي
ښه بې غمه پرې الوت کړې
زما وزرونه خو تړلي زرين تار دي
زه په تمه درته ناسته
خدای دې راوله ګلرنګې
په خير راشې او تل راشې
زرواري دې شمه ګرانې
سترګې کله په باڼو دي
درنې شوي ښه پوهيږې
مودې وشوې چې يواځې
بې همزولې بې ملګرې
په خدای ژوند خو شکر خوږ دی
خو درنې پرې خاطرې دي
ته منې چې له ډير وخته
مې په زړه بلا قيصې دي
زه هم غواړمه له خدايه
چې څوک ستا په شان خورکه
چرته راشي تر نښتر مې
تر سهاره سره کينو
ښې سندرې سره وکړو
ته هم خپل شعرونه واېې
زه هم خپل اوږده نظمونه
بيا صبا چې شې روانه
نو د سرو زرو بڼکه
او د زړه يو څو راګونه
په ډالۍ کې درله درکړم
او ته هم تر خپله چيناره
او تر خپلو ها همزولو
زما تصويرپه زړه کې يوسې
خو ماشومه ګلورينه
دا کارغه و زرکه نه وه
نو به څنګه تر نښتر ېې
د راتلو وعده پوره وای
یوه ورځ يو غرني باز
د وجود په ترې پرې
دغه کرښې وليکلې
چې ای زرکې مقدسې
دا کارغه دی زرکه نه ده
دا ېې غږ دی نری کړی
ستا نوښت ېې زړه خوړلی
ستا ټپو سره ېې رخه
ستا وزر پرې کول غواړي
ستا اوه شله راګونه
مست تالونه او سورونه
ېې د وړاندې مزل خنډ دي
همدا تور مخی کارغه دی
چې ېې دلته له تا لرې
ستا راګونه ټول بدنام کړل
په بلابلا نومونو ېې کړې ياده
دا يوه ډله د کارغانو
ځينې ستا د اړخي لورې
ځينې نوره د راغونو
سره ټول پدې بيعت دي
چې د ستا اويا تالونه
او اوه شله راګونه
ټول له يو مخيزه ګونګ کړي
زرکه ښکلې مقدسه
په زړه سپينه مسلمانه
خپل يقين ېې پر ګمان باندې غالب و
بيا ېې هم کارغه ته ليک کې
دومره ووې چې ای زرکې
لږ په جګ غږ رانارې کړه
دا اواز دې نری کړی
ماته ښکاري زرکه نه ېې
نو کارغه په انداز پوی شو
پښې ېې سپکې له چينار کړې
د خپل ځان په وير اخته شو
څه بلا بلا خيالونه
انديښنې ېې په سر بار شوې
کارغه دغه انديښنه کې
چې دا زرکه پسې غاړه تازه نه کړې
چرته راګ کې برسيرن ېې هويت نه کړي
نو ېې ډوبه کړه مښوکه
د دنيا په ګند وکارو
او په لور ېې ددې زرکې
يو څو ځله وڅنډله
کارغه بيا هم یو کارغه په تن ناولی
پدې پوی نه شو چې ټولې
هاغه څريکې ېې وي ځان پورې مښلې
ځکه زرکه مقدسه مسلمانه
خدای ورکړې له ازله لويه برخه
د زړګي راهيل کې ايښی ېې قران و
خوله ېې ډکه د جنت له ملغلرو
د کارغه د شان شوکته ډيره لرې
زرکه اوس هم په ها دنګ نښتر کې ناسته
کارغه چوخې سترګې ورک شو له چيناره
زرکه اوس هم مالامال ده په راګونو
کارغه زده ها خپله غاړه هم کړه هيره
زرکه اوس هم په دعا کې د حق پالو
زرکه اوس هم له عادته ميړنۍ ده
زرکه اوس هم جادوګرې ټپې وايي
اوس للو شه قيصه خلاصه شوه ماشومه
دا دره څه له عجيبو پیښو ډکه
بيا به بله شپه يوه نوې قيصه واورې
د کوچي ماما د سره سالو داستان دی